Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

مجاهد: د مذاکراتو په جریان کې د پاکستان له خوا کېدونکي تبلیغات د باور وړ نه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/28

د ترکیې په استانبول کې د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره هم د افغان او پاکستاني مذاکراتي ټیمو ترمنځ خبرې وشوې.

که څه هم د ناستې د پایلو په تړاو رسمی څه نه دي ویل شوي؛ خو شمشاد ته سرچینو تایید کړې چې دواړه خواوې په ډېرو مواردو کې پرمختګونو ته رسېدلي، یو څه جزییات لا پاتي چې ښايي پرې بحث لپاره ناسته وغځېږي.

سرچینه تمه ښيي چې د مذاکراتو تر پایه به د اوربند غځېدو، د لارو خلاصېدو، د دواړو خواوو له لوري د بندیانو ازادېدو او د راتلونکې ناستې د نېټې او ځای ټاکلو په اړه مشترکه اعلامیه خپره شي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « خبرې اترې دوام لري او دا د دواړو هېوادونو په ګټه دي، مهمه نه ده چې یوه ورځ که لس ورځې دوام کوي، خو په پای کې به حتمن توافق ته سره رسېږي. د جګړو او تاوتریخوالي په پرتله د مذاکراتو ترسره کول او د خبرو له لارې د ستونزو هوارول د دواړو ملتونو او هېوادونو په ګټه دي.»       

بل پلو، ځینو پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د مقابل لوري مذاکراتي ټیم له افغان پلاوي څو غوښتنې کړې چې د پاکستان ضد وسله ‌والو ډلو ملاتړ نه کول، د دې ډلو پر وړاندې د استخباراتي معلوماتو شریکول او پر وړاندې يې د ګډو پوځي عملیاتو ترسره کول غټ ټکي ياد شوي.

خو د اسلامي امارت ویاند که څه هم د مذاکراتو د دوام خبره کوي مګر د ناستې د جزییاتو په اړه څه نه وايي او د پاکستاني لوري له ادرسه خپاره شوي معلومات دقیق نه ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « موږ حکم نه شو کولی چې د مذاکراتو نتیجه به څه وي، خو باید تم شو چې خبرې پای ته ورسېږي او پایله یې هم راووځي. هغه خبرې چې د پاکستان له خوا د خبرو په جریان کې اورېدل کېږي او یا ځینې تحلیلونه د باور وړ نه دي.» 

ځینې نا تایید شوي معلومات دا دي چې د استانبول په ناسته کې پنځه کسیز افغان مذاکراتي ټیم چې مشري یې رحمت‌الله نجیب کوي، هم له مقابل لوري مهمې غوښتنې کړې.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان هوايي او ځمکني حریم نه نقضول، افغانستان ته داعش د هغو غړو سپارل چې په پاکستان کې مېشت دي او د تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) غورځنګ مسئله افغانستان پورې نه تړل یې مهمې غوښتنې دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: «  زه فکر کوم د پاکستان د غوښتنو پوره کول به ډېر مشکل کار وي، ځکه دوی فکر کوي چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان اسلامي امارت په ولکه کې ده او موږ به یې را تسلیم کړي. زما په اند دا خبره ځکه ګرانه ده چې ټي‌ټي‌پي هم خپلې غوښتنې لري او حق لري هغه څه چې دوی یې د ځان او خپل ولس لپاره غواړي، پاکستان یې باید ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وايي: « دا چې پاکستان د مذاکراتو پرمهال ګواښ هم کوي، دا خپله له نړیوالو حقونو او د ګاونډیتوب له اصولو څخه سرغړونه ده.»          

د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۹مه په دوحه کې تر یوې ورځنیو خبرو اترو وروسته، د درېیمې ورځې لپاره هم د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ را ولاړې شوې شخړې د حل په موخه د دواړو لوریو ترمنځ مذاکرات وشول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist