Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي: افغانستان د پاکستان بدیلو لارو موندلو هڅې ګړندۍ کړې دي

عزیزي: افغانستان د پاکستان بدیلو لارو موندلو هڅې ګړندۍ کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/28

له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه او ټرانزیټ، له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې په ټپه ولاړ دي.

دې ستونزې ته په کتو، د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، د افغانستان د صادراتو لپاره يې د پاکستان په ځای بدیلې لارې پیدا کړې او په دې برخه کې يي زیات تمرکز د منځنۍ اسیا پر هېوادونو دی. نور الدین عزیزي دغه اقدام د افغانستان د بزګرانو، سوداګرو او صنعتکارانو ملاتړ بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي: « لارې تړلې دي، د افغانستان محصولات نه صادرېږي او ترڅنګ یې د پاکستان له خوا ټرانزیټ هم بند دی. موږ هڅې پیل کړې دي ترڅو داسې معقولې بدیل لارې پيدا کړو چې وکولی شو له لارې یې د افغانستان تولیدات د سیمې هېوادونو ته ولېږدوو. موږ له تېرو څلورو کالو راهیسې په دې کار کوو، خو اوس مو دا هڅې زیاتې کړې دي.»

یو شمېر افغان سوداګر بیا وایي، په وروستيو دوو اوونيو کې له پاکستان سره د سوداګرۍ درېدو له امله ورته میلیونونه ډالر زیان اوښتی او پاکستان تورنوي چې په لوی لاس په سوداګرۍ کې د ستونزو جوړولو هڅه کوي.

سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « تاسو پوهېږی چې پاکستان فرضي کرښه تړلې او له امله یې زموږ سوداګرو ته په لوړه کچه زیان رسېدلی؛ ځکه زموږ مېوې او ترکارۍ ټولې بندې پاتې دي، همدارنګه د ټرانزیټ مالونه هم له کرښې دواړو غاړو ته ایسار دي.»

د چارو ځينې څارونکي وایي، اسلام‌اباد واکمنو تل له کابل سره سیاسي کړکېچ په سوداګرۍ ور تپلی او له دې امله ډېر ځله ولسي خلکو ته په کې زیان اوړي. د دوی په خبره، نور د دې اړتیا ده چې د پاکستان پر ځای د سوداګرۍ بدیلې لارې وموندل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « پاکستان ډېر ځله له افغانستان سره داسې تړونونه کړي چې دوی به د سوداګرۍ مخنیوی نه کوي او د سیاسي مشکلاتو پرمهال به لارې نه تړي، خو بیا یې هم خپل کار تکرار کړی او پر خپله خبره نه دي درېدلي. دا زموږ او تاسو تجاراتو او حکومتونو ته چې پخوا هم ورسره ورته عمل شوی، یوه تجربه ده. زموږ حکومت باید په بدیلو لارو کار وکړي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي و چې له افغانستان سره هر ډول سوداګري په ټپه ولاړه ده او دوی ته د خپلو وګړو ژوند له هر ډول سوداګرۍ ډېر ارزښت لري.

د پاکستان له لوري د لارو له تړل کېدو سره هم‌مهاله، دواړو غاړو سوداګرو ته هره ورځ یو میلیون ډالر په مستقیم او غیرمستقیم ډول زیان اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist