Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت د وروستیو پېښو پرمهال د رسنیو فعالیتونه وستایل

حکومت د وروستیو پېښو پرمهال د رسنیو فعالیتونه وستایل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/28

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د حکومت د رسنیو مرکز د رسنیو فعالیتونه وستايل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ورستیو پیښو په اړه د رسنیو فعالیتونو د ستایلو په موخه د شمشاد راډیوتلویزیون په شمول د بېلابېلو آژانسونو، رسنیزو بنسټونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو له مسوولینو او استازو سره غونډه ترسره شوه.

غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیراحمد حقاني، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني، د وزارت نشراتي برخې رییسانو او د رسنیو استازو اوخبریالانو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي وویل، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د جګړې پرمهال رسنیو د نظام له نورو برخو سره اوږه په اوږه دښمن ته مناسب ځواب ورکړ او له ملي ارزښتونو څخه یې د ساتنې مسوولیت اداء کړ.

غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر په اوسني عصر کې د رسنیو پر رول خبرې وکړې او د رسنیو څخه یې د ملاتړ ژمنه تازه کړه او دغه راز یې له خبریالانو وغوښتل چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د دې غونډې په لړ کې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو هم په خپلو خبرو کې افغانستان د ټولو ګډ کور وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې د خپل اسلامي او ملي مسوولیت له مخې خپل رسنیز فعالیت ته دوام ورکوي.

ویناوالو دغه راز د رسنیو پر وړاندې د ستونزو د حل غوښتنې او وړاندیزونه وکړل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو او د  حکومت د رسنیو مرکز مسوولینو د دغو غوښتنو او وړاندیزو په تړاو د همکارۍ او حل ډاډ ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist