Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د جرمونو نړيوالې محکمې وروستۍ پرېکړه بې اساس بللې

مجاهد: که امریکا کابل کې سفارت پرانیزي ډېرې ستونزې به هوارې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/25

که څه هم له تېرو څلورو کلونو راهیسې اسلامي امارت په کراتو ویلي چې د امریکا په شمول له ټولو هېوادونو سره رغنده اړیکې غواړي او د نړۍ له هېوادونو يې غوښتي چې د اوسني حکومت پر وړاندې دوښمنانه سیاست پایته ورسوي او پر رسمېت یې وپېژني.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره ځانګړې مرکه کې وایي، اوس مهال په دوحه کې د اسلامي امارت او امریکایي چارواکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، سفارت پرانېستلو، او بندیانو تبادلې په تړاو خبرې روانې دي او هیله ښیي چې امریکا به هم له افغانستان سره خپلې اړیکې نورمال حالت ته راولي.

 د مجاهد په خبره، که چېرې امریکا په کابل کې سفارت پرانیزي ډېری ستونزې به هوارې او  د هېوادونو له لورې به اسلامي امارت پر رسمېت وپېژندل شي.

هغه زیاته کړې:« افغانستان او امریکا وخت پر وخت ناستې درلودلي دي، د بندیانو موضوع باندې خبرې لرلې او هیله من دې ته یو چې امریکا په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي، دا به د ډېرو ستونزو د حل یوه کیلي شي، ځکه سوی تفاهم به له منځه ولاړ شي. د نورو هېوادونو باور به هم زیات شي، خپله امریکا هم یو لوی هېواد دی، افغانستان کې به د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي، دلته به پرمختګونه له نږدې وویني.»  

ذبیح الله مجاهد  وایي، افغانستان د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

مجاهد زیاتوي، دمګړۍ اسلامي امارت له ډېرو هېوادونو سره رسمي تعاملات لري او له هېوادونو غواړي چې له ځنډ پرته دې  اسلامي امارت پر رسمېت وپېژني.

هغه په دې اړه وايي:«  دا هم چې له هېوادونو سره زموږ تنشونه له منځه ولاړ شي. له موږ سره ډېر هېوادونه تعامل لري، خو اعلان یې نه دی کړی، خدای دې ورکړي چې دا جرأت په کې پيدا شي چې ټول هېوادونه ښکاره اعلان وکړي، لکه روسیې چې وکړ. په هر صورت افغانستان هیله من د ښو اړیکو او رسمیت پېژندنو دی او له دې سره سره چې تعاملات رسمي دي، دا باید په اعلان کې هم راشي. دا د ټولو اړخونو لپاره ګټه هم کوي.»  

ذبیح الله مجاهد  ټېنګار کوي چې د نړیوالې ټولنې او غربي هېوادونو سیاسي فشارونه پایله نه ورکوي او په خبره یې د فشارونو پر ځای دې  د اسلامي امارت پر چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړي.

د اسلامي امارت ویاند خبرداری ورکوي چې اسلامي امارت او افغان ولس هېچا ته د بګرام د نېونې اجازه نه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist