Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: د ا.ا استازو له ګډون پرته ناستې پایله نه ورکوي

سهیل شاهین ملګرو ملتونو ته؛ د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/25

د دويمې نړيوالې جګړې له پایته رسېدو وروسته په ۱۹۴۵ زیږدیز کال د اکټوبر پر ۲۴ مه نېټه ملګرو ملتونو نړيوال سازمان په رسمي توګه جوړ او فعاليت يې پیل کړ او دغه ورځ هر کال پر همدې نېټه د دې سازمان له لورې نماځل کيږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ( یوناما) د دې سازمان د ۸۰ یمې کلیزې په مناسبت خپرې کړې اعلامیه کې په افغانستان کې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای د سولې، امنیت، بشري حقونو، عدالت او دوامدار پرمختګ برخه کې پر کار کولو ټینګار کړی دی.

په اعلاميه کې راغلي، د ملګرو ملتونو اړوند ادارې د میلیونونو افغانانو لپاره د زده کړو، روغتیا، پاکو اوبو او د ژوند د چارو د اسانتیاوو زمینه برابره کړې، خو له دې سربېره لاهم افغانستان له ژورو ننګونو سره مخ دي.

د اعلامیې یوه برخه:« افغانستان د میلیونونو راستانه شویو کسانو د منلو فشار زغمي او  اقلیمي بدلون دغه ستونزې لا پسې زیاتې کړې، ځکه وچکالي، سېلابونه او د چاپېریال خرابوالی د خوړو امنیت او د خلکو د ژوند سرچینې ګواښي. د ښځو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د زده کړو، کار، او عامه ژوند کې د ګډون محدودیتونه د اساسي حقونو او د هېواد راتلونکي ته زیان رسوي.»

یوناما داسې مهال په افغانستان کې له دغو ننګونو اندیښنه څرګندوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېریش د دې سازمان د ۸۰ یمې کلیزې په مناسبت خپاره کړي پيغام کې له ستونزو سره مخ هېوادونو لپاره د نړيوالې ټولنې په مرستو او همکارۍ ټېنګار کړی.

هغه زیاته کړې:« اوس نړۍ باید د هغو ستونزود حل لپاره خپله ژمنه نوې کړي چې هېڅ هېواد یې په یوازې ځان نه شي  حلولی. د ملګروملتونو د کلیزې په مناسبت راځئ چې سره یو موټی شو او د ملګرو ملتونو دا فوق العاده ژمنه پوره کړو. راځئ نړۍ ته وښیو چې څه امکان لري کله چې “موږ، د ملګرو ملتونو ولسونه” په ګډه کار کولو ته ملا وتړ.»

ورته مهال اسلامي امارت  د ملګروملتونو د ۸۰ يمې کليزې په مناسب غوښتنه کوي، په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ دې اسلامي امارت ته وسپارل شي.

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وايي، د افغانستان له استازي پرته د دې سازمان ډېر شمېر فعاليتونه اغېمن شوې دي.

شاهين زیاتوي:« له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان ولس استازی په ملګرو ملتونو کې شتون نه لري، په دې وجه د افغانستان د ولس واقعي غوښتنې او ځمکني واقعیتونه دغه نړیوال ستېج ته نه دي رسېدلي او نړیوال ترې ناخبره دي. زما غوښتنه دا ده چې ملګري ملتونه په تېره بیا د ملګرو ملتونو د اعتبار کمېټه د انصاف او ځمکنیو واقعیتونو پر اساس چې اوس په افغانستان کې شتون لري، د هغې پر اساس دې فیصله وکړي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري. »

افغانستان د نړۍ د هغو ۵۱ هېوادونو له جملې دی چې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال يې د ملګرو ملتونو د جوړېدو له کال راهیسې د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د دې سازمان د جوړېدو لویه موخه  د جګړو مخنیوی ، د سولې، امنیت، همکارۍ او د انساني  حقونو لپاره کار کول دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist