Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: باید له ژمي وړاندې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وشي

ملګري ملتونه: باید له ژمي وړاندې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/22

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) د اګسټ میاشتې بشري وضعیت په اړه راپور خپور کړی.

په راپور کې راغلي، د کونړ وروستۍ مرګونې زلزلې، راستنېدونکو افغانانو لوړې کچې او اقلیمي بدلونونو میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي دي.

اوچا زیاته کړې،  د کونړ زلزلې له امله نږدې شپېته زره کسان په مستقيم ډول اغېزمن شوي او څه باندې اته نيم زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ یا زيانمن شوي دي چې اوسېدونکي یې بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

د اوچا د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د زلزلې له امله نږدې شپېته زره کسان په مستقيم ډول اغېزمن شوي او څه باندې اته نيم زره کورونه ویجاړ يا زيانمن شوي دي. بنسټيزې زېربناوې اغېرمنې شوې، سړکونه وېجاړ، مخابراتي اړیکې پرې، روغتيايي مرکزونه له زيات فشار سره مخ شوي او د اوبو سرچينې په بشپړ ډول ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.»

د اوچا په راپور کې دغه راز له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو لوړه کچه او وچکالي هغه لاملونه بلل شوي او وايي، له امله یې د اړمنو افغانانو شمېر زیات شوی.

د راپور په یوه بله برخه کې راغلي: « د پاکستان له لوري د پي‌او‌آر کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې له کبله، راستنېدونکو افغانانو ته د بشري ادارو د خدماتو وړاندې کول ستونزمن کړي. پاکستان کې لا هم د دې کارت لرونکي شاوخوا ۱.۴ ميليون افغان کډوال ژوند کوي چې د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي. د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله ۲۰۲۵ کال د افغانستان لپاره د وروستۍ نيمې پېړۍ تر ټولو سخت کال و چې له کبله یې تر ۵۰ سلنې پورې خړوبېدونکې ځمکه زيانمنه شوې ده.»

د اوچا په راپور کې دغه راز راغلي، د افغانستان لپاره د دې ادارې بشري همغږي کوونکي د روان کال له سپټمبر تر ډسمبر میاشتې پورې له ۴۵۷ زره اړمنو کسانو سره د بېړنیو مرستو لپاره د ۱۳۹.۶ ميليونه ډالرو پلان اعلان کړی.

د چارو شنونکي بیا د اوچا له لوري بشري وضعیت په اړه وروستي خپور شوي راپور ته بېلابېل نظرونه لري.  

شنونکي باور لري، چې له سیاسي مسایلو سره د بشري مرستو تړل د ستونزو د حل پر ځای وضعیت لا بحراني کولی شي، خو یو شمېر نور بیا له نړیوالو مرستندویه او بسپنه ‌ورکوونکو سازمانونو د اړمنو افغانانو د لاسنیوي غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « په تېرو څلور کالو کې نړیوالو بنسټونو یوازې اعلامیې خپرې کړې او وویل چې د افغانستان خلک له فقر سره مخ دي او باید بشري مرستې ور ورسول شي. دو تقابلات مطرح کړل او مرسته رسونې یې سیاسي کړې.»

د چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « لکه څرنګه چې ومو لیدل، په وروستیو کالو کې د زلزلې، وچکالۍ او سېلابونو په څېر طبیعي پېښو او دغه راز پر افغانستان د محدودیتونو وضع کېدو، بشري وضعیت له پخوا څخه بدتر کړ او میلیونه افغان وګړي یې بهرنیو بشري مرستو ته اړ کړل. دغه وضعیت د اوچا په وروستي راپور کې هم مطرح شوی. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه او ستر خیریه بنسټونه د افغانستان خلک په داسې حال کې چې بشري مرستو ته اړتیا لري، یوازې پرې نه ږدي.»

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې له اړمنو سره د لاسنیوي لپاره پر ګډ کار او بسپنې ورکولو ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د اغېزمنو وضعیت ته نه رسېدنه به ناوړه پایلې ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist