Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

د پاکستان یوې محکمې د منظور پښتین د نیولو حکم کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/22

پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین د نیولو امر صادر کړی.

راپورونه وايي، دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې پاکستان د افغانستان پر ځینو ولایتونو یرغل وکړ او منظور پښتین نه یوازې دا بریدونه وغندل بلکې ترهګريز عمل یې هم وباله.

د پنجاب ترهګرۍ ضد محکمې په حکم کې راغلي، د پښتین له نیول کېدو وروسته به د نوموړي خلاصولو لپاره هېڅ ډول ضمانت هم نه منل کېږي.

د پنجاب ترهګرۍ ضد محکمې په حکم کې ویل شوي: « موږ ټول هغه کسان په نښه کوو چې د پاکستان په ناامنۍ کې لاس لري او یا یې کلک ملاتړ کوي. د هغو کسانو به هېڅکله ضمانت هم ونه منل شي چې په دغو کړنو کې ښکېل پاتې شي.»

د پاکستان دې پرېکړې پر وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه ښودل شوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پښتین ویلي، منظور احمد پښتین د وخت زورور، مکار او ظالم ریاست پر وړاندې په تش لاس مسلسلې بریاوې ترلاسه کړې دي.

د دې غورځنګ نور مخکښان بیا وایي، د پښتین ژوند د دوی لپاره سره کرښه ده او د حق غوښتنې سوله ‌ييزې مبارزې ته به د تېر په څېر ادامه ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي شورا غړی زکیم خان وزیر وايي: « موږ مخکې هم بار بار ویلي دي چې د مشر ژوند زموږ لپاره سره کرښه ده او که چېرې کوم څه وشي، موږ به خپل سیاسي حرکت هم ساتو او په درنه کچه به راوځو او مخنیوی به کوو. پي‌ټي‌اېم د ملت حرکت او که ریاست د منظور د نیولو هڅه وکړي، ملت به یې مخې ته درېږي.»

د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان پوځي رژیم له هره اړخه هڅه کوي چې د افغانستان اصلي خواخوږي وځپي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا نه یوازې د انساني او بشري حقونو خلاف عمل دی بلکې د پښتنو د حقونو او پښتون انسان په خلاف د پنجاب ریاست د ناوړه سټراټیژيو د دوام یوه کړۍ ده.»

د چارو یو شمېر نور څارونکي هم د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پرېکړه غیرعادلانه بولي او وایي، دا ډول کړنې د ستونزو حل پر ځای ستونزې لا زیاتوي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دا پرېکړه د پنجاب لېونتوب ښيي چې وايي منظور پښتین باید ونیول شي. د دې پر ځای چې د پنجاب رژیم له خپلو خلکو سره مفاهمې ته کېني، جرګه را وغواړي او د خلکو ستونزې واوري، هڅه کوي هغه کسان هم تشدد ته مجبور کړي چې سوله ییزه مبارزه کوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین په خپلې وروستۍ وینا کې ویلي چې پر بې ګناه افغانانو د بمبار او وژنو دوام د پاکستان له خوا د ترهګرۍ څرګند اقدام دی او باید په نړیواله کچه وغندل شي.

څو میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د ممنوعه خوځښتونو په لېست کې شامل کړ او د دې غورځنګ پر فعالیتونو یې محدودیتونه ولګول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist