Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو له نندارتونزرګونه کسانو لیدنه کړې

کابل کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو له نندارتونزرګونه کسانو لیدنه کړې

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/04

د کابل ښار په بادام باغ سیمه کې د بزګر ميلې په وياړ د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ۳۲ نندارتون پرانیستل شوی او خلک د کورنیو تولیداتو د لیدنې لپاره ورځي.

په دې نندارتون کې غرفه لرونکي صنعتکاران او متشبثان وايي، د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د ورته نندارتونونو جوړول مهم دي او په تېرو درېيو ورځو کې یې له ګڼ شمېر سوداګرو سره هوکړې لاس لیک کړې دي.

 دوی زیاتوي، د داخلي صنعتي تولیداتو په برخه کې یې له بېلابېلو شرکتونو فرمایشونه هم ترلاسه کړي دي.

د نندارتون ګډونوال توحید وايي: « نن درېیمه ورځ ده؛ نندارتون ښه روان دی، خلک راځي، ګوري او خوښوي یې. له ماسره لاسي صنایع دي او غواړم هېوادوالو ته ښکاره کړم چې موږ هم استعداد لرو.»

د نندارتونو ګډونواله زهرا سلطاني وايي: « موږ له یوه شرکت سره د خپلو محصولاتو قرارداد کوو، دا موږ ته ډېره ګټه لري. د خدای فضل دی په تېرو ورځو کې مې ښه فروشات لرل.»

د کابل اوسېدونکی احمد طاهر وايي: « زه وایم هر ولایت کې باید نندارتون خپل ځای ولري. باید دولت یو دایمي ځان مشخص کړي، ترڅو هر کله په کې نندارتونه جوړ شي، زما په نظر هره اوونۍ باید جوړ شي، ترڅو داخلي تولیداتو ته تبلیغ وشي.»

په ورته مهال، د نندارتون جوړونکي له خلکو غوښتنه کوي چې باید د هېواد کورنیو تولیداتو لیدنې او د سوداګرو هڅونې لپاره له جوړو شویو نندارتونونو لیدنه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وايي: « د افغانستان په هرګوټ، ولسوالۍ او ولایت کې که نندارتون جوړېږي، خلک باید د هغه هرکلی وکړي، لیدنه ترې وکړي او څه نا څه خرید هم وکړي؛ ترڅو هغه تولیدوونکي چې له بدخشان، خوست، کونړ او نورو لرې ولایتونو راځي، یوه ګټه او عاید هم په لاس ورشي. دا نندارتون ښه و، ډېر خلک راغلل،خو زموږ توقع له دې هم ډېره وه.»

چارواکي بیا د خلکو د لېوالتیا خبره کوي او وایي، په تېرو درېیو ورځو کې د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو له جوړ شوي نندارتون زرګونه عامو خلکو او سلګونه سوداګرو چې د کورنیو تولیداتو په پېر او پلور کې لاس لري، لیدنه کړې.

د کرنې وزارت د چارواکو په خبره، هڅه کېږي چې د مالدارۍ او په تېره بیا د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ورته  نندارتونه جوړ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist