Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: داعش سره مبارزه کې له سرپرست حکومت سره همکاري کوو

کابلوف: داعش سره مبارزه کې له سرپرست حکومت سره همکاري کوو

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/04

په داسې حال کې چې امريکا د داعش پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ستايلې، تازه روسيې هم د يادې ډلې پر وړاندې د سرپرست حکومت له لوري شوي اقدامات مثبت اروزلي.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسيې له آر.آی.اې دولتي رسنۍ سره په مرکه کې په دې اړه د سرپرست حکومت د هڅو ستاينه کړې او په اوس کې يې داعش د افغانستان او روسيې لپاره د ګډ ګواښ په توګه ياد کړی دی.

ضمير کابلوف د دې ګواښ د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره ډاډ ورکړی چې روسيه يې پر وړاندې د مبارزې لپاره له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته چمتو ده.

کابلوف په دې اړه ویلي: « موږ د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو روانه مبارزه ستایو او د ځانګړو او مشخصو اډانو له لارې له هغوی سره په دې برخه کې د بشپړ ملاتړ او مرستې ډاډ ورکوو.»

نوموړي څرګنده کړې چې د روسيې له لوري د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې پرېکړه لا نه ‌ده شوې، خو د دواړو هېوادونو اړیکې دوام لري.

 کابلوف له امریکا او لویدیځو هېوادونو سره د افغانستان په برخه کې د روسيې سالمې همکارۍ ته هم چمتووالی ښودلی، خو غوښتنه يې ترې کړې چې د افغانستان شتمني آزاده کړي.

حکومتي چارواکي د ضمیر کابلوف څرګندونې ستایي او له امریکا او نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ژر تر ژره آزاده کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:« د افغانستان د کنګل شویو پیسو آزادول، د بانکي محدودیتونو رفع کول او د بندیزونو لرې کول د افغانستان د خلکو غوښتنې دي. موږ د افغانستان د شتمنۍ آزادولو په تړاو د مسکو له دریځ هرکلی کوو او غواړو چې افغانستان د نړۍ پر کچه د تجارتي سیالیو صحنه اوسي.»

له دې سره د سیاسي چارو کارپوهان د داعش پر وړاندې په سیمه ‌ييزه او نړيواله کچه مبارزه يوه جدي اړتیا بولي او باور لري چې د افغانستان امنیت د ټولې سیمې او نړۍ پر ګټه دی.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« افغانستان کې د امنیت ټینګښت د نړیوالو مسوولیت هم دی. باید په ګډه او مشترکه توګه مبارزه وشي او د امنیت د ټینګښت لپاره نړیوال هم ونډه واخلي.»

بل پلو، کورنیو چارو وزارت وايي داعش په هېواد کې په بشپړ ډول ځپل شوی او هېڅ فزیکي حضور نه لري.

 د ياد وزارت مسوولین ادعا کوي چې د يادې ډلې ځيني بریدونه له هېواده د باندې ګاونډیو هېوادونو کې پلان کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي:« که خوارج دي یا شر او فساد یا هم نورې ډلې ټپلې، یوه هم د افغانستان د امنیت لپاره ګواښ نه دي. البته دا کسان د اسلام او دین دوښمنان دي چې د ځینو استخباراتي کړیو په لاس غولول کېږي او تېر ایستل کېږي. په دې اساس لکه څرنګه چې ما مخکې وویل دوی د سیمې له امنیتي خلاوو ګټه اخلي، خو دا په کره توګه نه شو ویلی چې د کوم هېواد، مګر له دې پرته دوی فعالیت نه شي کولی او له بهر کنټرول کېږي. موږ حتا د دې تشویش هم لرو دا مهاجرین چې راځي، په دې کې ځینې ستونزې دلته را انتقالېږي او زموږ امنیتي ځواکونه په دې باندې مستقیم نظارت لري. خو طبیعي خبره ده چې دا پروژې د سیمې له خوا کارول کېږي.»

درې میاشتې وړاندې د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون ویلي و چې د داعش نوي جذب شوي جنګيالي د کراچۍ او اسلام اباد د هوایي ډګرونو له لارې په بلوچستان  او د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې مرکزونو ته لېږدول کېږي او موخه یې په سیمه او نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان کې بریدونو ترسره کول دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist