Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: په لویه کچه د کډوالو راستنېدل به د افغانستان بشري ناورین لاپسې ژور کړي

ملګري ملتونه: په لویه کچه د کډوالو راستنېدل به د افغانستان بشري ناورین لاپسې ژور کړي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/01

له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ایستلو په اړه د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو پر دوام، د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ ویلي، په اپریل میاشت کې څه باندې ۲۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران بېرته هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې په دومره لوی شمېر د افغان کډوالو راستنېدنه به د افغانستان بشري ناورین لاپسې ژور کړي او له پاکستان او ایرانه يې غوښتي چې کډوال باید په داوطبانه، خوندي او عزتمنده توګه را ستانه کړي.

یادې کمېشنرۍ زیاته کړې:« په تېره یوه میاشت کې یوازې۲۵۰زره افغانان له پاکستان او ایران په سختو شرایطو کې ایستل شوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ستره کمېشنري پر دې ټينګار لري چې د کډوالو ستنولو پروسه بايد داوطلبانه، خوندي او له انساني کرامت سره مل وي. ښځې او نجونې په افغانستان کې د خونديتوب له جدي خطرونو سره مخ دي. افغانستان ته له ستنېدو سره د کار، زده کړو او ټولنيزو فعاليتونو په اړه زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي. لږکي، د بشر حقونو فعالان او خبريالان هم د احتمالي ګواښونو له خطر سره مخ کېدلی شي.»

دې کمېشنرۍ زياته کړې، له ۲۰۲۳ زېږدیز کال راهیسې له ایران او پاکستانه له ۳.۴  میلیونو زيات افغانان راستانه شوې دي.

 د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ وايي، په تېره یوه میاشت کې له يادو هېوادونو ۲۵۱ زره افغانان په ناوړه شرایطو کې افغانستان ته ستانه کړای شوي چې له ډلې يې له ۹۶ زرو ډېر هغه په زور شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ زیاته کړې: « د اوسني تمویل ناڅرګندتیا په منځ کې موږ په سیمه کې د نهو میاشتو په موده کې له دې بحران سره د مقابلې لپاره ۷۱ ملیون ډالرو ته اړتیا لرو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست بيا د راستنېدونکو افغانانو وضعيت ته په کتو، د نړيوالو له لوري له دوی سره د مرستو زياتولو غوښتنه کړې.

مولوي عبدالکبیر د يوناما له مشرې سره په ليدنه کې راستنېدونکو ته د سرپنا په برابرلو کې د ملګرو ملتونو رول مهم ياد کړی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه وايي: « د آغلې اوتنبایوا په وینا چې یوناما هڅه کوي له اسلامي امارت سره پر ګډه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي. د ناستې پر دوام د یوناما مشرې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان حالات له نږدې ارزوي او تمه ده چې له کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي.»

د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي وايي: « خلک د مناسبو کاري او ښوونیزو فرصتونو د نه شتوالي له امله مهاجرت ته مخه کوي، ترڅو وکولی شي ځان او کورنۍ ته ښه ژوند برابر کړي.»

له پاکستان او ایران د افغان کډوالو ستنولو لړۍ ته په اشارې د سیاسي چارو کارپوهان په زور او جبر سره د افغان کډ‌والو را ایستل د کډوالۍ اصولو او نړیوالو نورمونو خلاف عمل بولي او سرپرست حکومت مکلف ګڼي چې ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « ما پخوا هم ویلي وو چې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران د افغان کډوالو راستنول نه له انساني اصولو سره برابر دي، نه له نړیوالو قوانینو سره او نه هم له اسلامي اصولو سره سمون لري. دوی یې په داسې بڼه را وباسي چې د دوی زړه غواړي. دولت مکلف دی چې دغو خلکو ته دلته د ژوند شرایط برابر کړي. هېڅ افغان په خپله خوښه هېواد نه پرېږدي، که دلته د ژوند شرایط، د تعلیم او کار شرایط ورته برابر شي، زه فکر کوم هېڅ یو وطن دوست افغان به خپله هېواد پرې نه ږدي او بېګانه هېوادونو ته به لاړ نه شي.»   

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، په تېرو ۱۰ کلونو کې په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ په موخه پر ناقانونه لارو تللي له ۷۲ زرو ډېر کسان مړه او یا تري تم شوي چې له دې ډلې۵ زره هغه يې يوازې افغانان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist