Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان د افغان کډوالو د جبري ايستلو ټاکلې تګلاره نه بدلوي

پاکستان د افغان کډوالو د جبري ايستلو ټاکلې تګلاره نه بدلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/29

که څه هم د مارچ ۳۱ مې نېټې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو پاکستان تراوسه له فشارونو او غوښتنو سره د افغان کډوالو د جبري ایستنې پر پلان غور نه دی کړی.

تازه د پاکستان کورنیو چارو وزارت پر مشرۍ یوه غونډه کې ټېنګار شوی چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مېشتو هغه افغانانو ته چې له وړاندې ورته د وتلو خبرداری ورکړل شوی، د ایستلو پر وړاندې دې عملي اقدام وشي.

بله خوا، په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال وايي پاکستاني پوځیان يې له دې امله کورونه ورانوي چې له دې هېواده وتلو ته مجبور شي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي:« نو په دې خاطر د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو، که هرڅومره ستونزې وي، پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی او راشئ د پاکستان له ملکي او نظامي حکومت سره خبرې وکړئ، ترڅو د ضرب الاجل نېټه اوږده شي یا ختم شي.»    

له دې سره سم، د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو کارپوهان هم په اسلام اباد کې د افغان کډوالو پراوسني حالت اندېښنه څرګندوي او وړاندیز لري چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ناسم وضعيت ته دې رسېدنه وشي.

دوی د ملګرو ملتونو له سترې کمېشنرۍ او بشري حقونو اړوندو بنسټونو غواړي چې د افغان کډوالو د توقیف په اړه یادو اندېښنو ته جدي پام وکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي:« له بلې خوا افغانستان سره د پاکستان پېچلې ډېپلوماټیکې اړیکې او له ژور سیاسي او امنیتي اختلافونو رامنځته شوی سیاسي فشار لامل شوي چې پاکستان د افغانستان پر حکومت د فشار واردولو د یوې وسیلې په توګه د کډوالو له اخراج ګټه پورته کړي. نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو مدافع ټولنې باید د اخراج پر پروسو دقیقه څارنه ولري.»

سرپرست حکومت هم له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ايستلو پر تګلاره نیوکه لري او دغه چاره د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر زيان بولي.

 د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت د افغان کډوالو له کوربه هېواد غواړي چې د زور زياتي او جبري ايستلو پیل کړې لړۍ دې ودروي.

فطرت زیاته کړې:« له هغوی غوښتنه کوو چې په جبري توګه د افغانانو د ستنولو مخه ونیسي او له داسې پرېکړو لکه د مارچ ۳۱ مه چې افغانان به مجبوره کېږي، په زور او جبر سره به خپل هېواد ته استول کېږي، دا ناسمه پرېکړه کړه ده او د دغو افغان مهاجرانو پر حق تېری دی. د مهاجرت د اصولو له مخې هم دوی نه شي کولی چې یو څوک په جبر او ناڅاپي توګه له خپل هېواده وباسي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان هم له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د طرحې لغوه کېدوغوښتنه کړې وه.

د سویلي آسیا په چارو کې د دې سازمان یوه سیمه ییز مسوول ویلي، دا پرېکړه د پاکستان د حکومت له ژمنو او د بشري حقونو د سازمانونو له تکرارې غوښتنو سره په ټکر کې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist