Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د عراقچي له څرګندونو هرکلی کړی

اسلامي امارت د عراقچي له څرګندونو هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/25

د اسلامي امارت چارواکي د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې وايي، په افغانستان کې اوس مهال ټول واک د یوه ځواک له خوا پر مخ وړل کېږي.

سید عباس عراقچي په يوه تازه مرکه کې که څه هم په افغانستان کې د نشه ‌یي توکو کرکیله، ترهګريزو ګواښونو شتون او په ځانګړي ډول د داعش ډلې د خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو د واحد قيادت لاندې يې د افغانستان د چارو مديريت ستايلی دی.

نوموړي له افغانستان سره د کډوالۍ، د افغانستان په اوبو کې د ایران حق، د نشه ‌یي توکو او د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو بحثونه هم جدي اړتیا بللې.

عراقچي ویلي:« اوس مهال په افغانستان کې حاکمیت او امنیت خورا ټینګ شوی. هلته د پخوا په څېر وضعیت نه ‌دی چې په هره څنډه کې یې یوه ډله یا یوه کړۍ او یا هم یو شخص حاکم وي او واک ولري. حقیقت دا دی چې اوس مهال په افغانستان کې ټول واک د یوه ځواکمن ځواک تر چتر لاندې دی.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي دغو څرګندونو ته په پام د افغانستان اوسنی وضعیت د سیمې ثبات او له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو لپاره مهم بللی.

مجاهد په دې اړه وايي:« موږ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا خبره تاییدوو چې افغانستان یو واحد حکومت لري او ټوله جغرافیه هم د یوه واحد نظام په لاس کې ده. دا په تېرو ۴۰ کالو کې یو بې ساری ګام دی؛ ځکه چې له بده مرغه ریښتیا هم افغانستان داسې نه و چې ټوله جغرافیه یې د یوه واحد قوت په لاس کې وي. دا لومړی ځل دی چې اسلامي امارت بریالی شوی چې خپله خاوره تر کنټرول لاندې راولي، امنیت یې تأمین کړي او ښه یې اداره کړي. دا کار د سیمې د ثبات لپاره هم ګټور دی، همدارنګه له هېوادونو سره د اړیکو په برخه کې هم ګټه لري.»

بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي له ایران غواړي چې د سيمه ‌ييز ثبات د لا پياوړتيا په موخه له افغانستان سره مثبتو اړیکو ته را وړاندې شي.

د سياسي چارو شنونکی محمد هاشم الکوزی وايي: « په یوه داسې قوي نظام او قوي رهبرۍ کې هېڅ یوه ډله نه شي کولی چې خپلو موخو ته ورسېږي. که چېرې مخربې ډلې پيدا کېږي هم له منځه به ځي. زه په ځانګړې توګه پر ایران غږ کوم چې له موږ سره سیاسي، نظامي او تجارتي برخو کې تعامل ته رامخکې شي؛ موږ هم غواړو له ایران سره ښه تعامل او ګاونډیتوب وکړو.»

ځينې نور بیا وایي، ایران باید د افغانستان روان وضعیت درک کړي او په اړه یې ریښتینی واوسي.

د دوی په خبره، ایران د افغانستان په اړه ضد و نقض خبرې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « ایران غواړي هم لعل ترلاسه کړي او هم د یار زړه ونه ځوروي. واقعیت د دوی لومړۍ خبره ده چې وايي په افغانستان کې امنیت دی او واحد حکومت. نو پوښتنه دا ده چې دا ترهګرې ډلې او داعش بیا چېرې دي؟ هغوی په خپله لومړۍ خبره کې دویمه خبره رد کړې ده.»

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي داسې مهال د افغانستان روان سیاسي او امنیتي وضعیت د پام وړ بولي چې د تېرې اوونۍ په پای کې یو امریکايي پلاوی هم کابل ته راغلی و.

دا په شاوخوا څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې امریکايي پلاوی د سرپرست حکومت د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راځي او یو امریکایي وګړی يې چې دوه کاله په بند کې و، آزاد کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist