Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب غږ کړی

مسکو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب غږ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/20

روسیه وایي، چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناندریزه فضا په سوله ‌ییزې بڼې بدله کړي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر ویلي، که دواړه خواوې وغواړي، روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ داسې منځګړيتوب وکړي چې جګړیزه فضا ورسره بدله شي.

البرټ خاوریف دغه څرګندونې له سپوتنیک آژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کړې.

خاوریف په دې اړه ویلي: « د کابل او اسلام اباد ترمنځ روانو ناندریو ته په کتو، روسیه چمتو ده چې د حل لپاره منځګړيتوب وکړي؛ خو دا وړاندیز هغه وخت عملي کېدای شي چې دواړه خواوې یې وغواړي. تاسې پوهیږئ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو حل لپاره د مسکو فارمټ تر ټولو غوره انتخاب دی.»

د روسیې سفیر همدارنګه زیاته کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې او ستونزې کولی شي په ټوله سیمه منفي اغېز ولري.

د هغه په خبره، روسیه له کلونو راهیسې هڅه کوي چې سیمه له ناوړو پایلو او اغېزو خوندي وساتي.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکي د روسیې تازه اندېښنو او وړاندیز په اړه څه نه وایي، خو د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې روسیه کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتو اړیکو ته لاره هواره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « په هر حال، موږ په دې اړه بدبین نه یو، که چېرې د دې روغې جوړې امکانات وي، ولې نه! ډېر به ښه شي. په دې وروستیو کې موږ ګورو چې د تورخم لاره بنده ده او دواړو غاړو ته پراتو ولسونو ډېر زیان ولیده. که چېرې دا ډول روغه کېږي، دا به ډېر ښه شي.»

ځینې نور بیا وایي، د کابل او اسلام اباد ترمنځ مثبتې اړیکې د سیمې په روانو چارو هم مثبته اغېزه لري.

 د دوی په باور، د کابل او اسلام اباد ترینګلې اړیکې په سیمه کې د هېڅ ‌لوري پر ګټه نه ‌دي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډېر مهم تجارتي بندر دی. له دې بندر نه یوازې د افغانستان او پاکستان تجارتي اموال صادرېږي، بلکې د مرکزي آسیا تجارتي توکي هم د پراختیا په حال کې دي او غواړي د سوېلي آسیا له هېوادونو سره سوداګري ډېره کړي. په داسې حال کې چې د منځنۍ آسیا هېوادونه له یوې خوا د افغانستان له لارې سوېلي آسیا سره سوداګري غواړي، له بلې خوا روسیې سره هم اړیکې او سوداګري لري. د تورخم لارې بند پاتې کېدل نه یوازې افغانستان او پاکستان ته زیان اړوي بلکې د منځنۍ آسیا هېوادونو او حتا روسیې ته هم زیان اړولی شي.»

په اسلام ‌اباد کې د روسیې سفیر دغه وړاندیز داسې مهال کوي چې له تېرې فبرورۍ میاشتې د مارچ تر ۱۰ نیټې د اسلامي امارت پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې څو ځلې سختې نښتې وکړې او له ځاني زیانونو سربیره یې د دواړو خواوو سوداګرو ته مالي زیانونه هم واړول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist