Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې روان کال د جنایي جرمونو سلګونه پېښې ترسره شوې دي

خوست کې روان کال د جنایي جرمونو سلګونه پېښې ترسره شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/20

د خوست امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، دغه ولایت کې د روان  ۱۴۰۳ لمریز کال کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۵۸۸ تورن کسان نیول شوې.

د دوی په خبره، د همدې کال پرمهال د خوست ولایت په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې ۴۲۸ جنایي پېښې هم رامنځته شوې دي.

د خوست امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وايي: « خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې موږ به له هرې ممکنه لارې د خلکو د امنیت ساتلو لپاره هڅه کوو. زموږ ۴۸ کسیزه قطعه چې په ۲۴ موټرسایکلونو سمبال ده، شپه او ورځ به په ښار کې د جنايي جرمونو د مخنیوي او ښاري نظم پلي کولو لپاره کار کوي. د مجرمانو په نیولو او ښاري نظم ټینګولو کې د موټرسایکل کارول ډېر مؤثر تمامېږي؛ ځکه په هر ډول  بیروبار او تنګو ځایونو کې ځان رسولی شي. امنیتي ځواکونه هم له دې وسیلې خوښ دي او خلک هم رضایت لري.»

ورته مهال ځایي اوسیدونکي له امنیتي چارواکو غواړي چې په دې ولایت کې د امنیتي او جنایي جرمونو د مخنیوي په تړاو خپل اقدامات لا چټک کړي.

دوی زیاتوي، د نورو غیر قانوني کړنو ترڅنګ باید امنیتي مسوولین په دې ولایت کې د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو د مخنیوي لپاره هم کوټلې ګامونه پورته کړي.

د خوست اوسیدونکی حاجي قدیم وايي: « له اسلامي امارت مننه کوم چې دا ډول یوه قطعه یې جوړه کړې. دا قطعه د جنايي جرمونو د کمېدلو لپاره یو ښه اقدام دی. دا کسان کولی شي په چټکۍ سره ځان د پېښې ځای ته ورسوي. که دا قطعه په ولسوالیو کې جوړه شي، نور به هم ښه شي.»

د خوست امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د شمېرو له مخې، روان کال کې په دې ولایت کې د ۳۲۸ ټرافیکي پېښو ترڅنګ ۴۳ د اور لګېدنې پېښې هم رامنځته شوي چې په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist