Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوتین: منځنۍ آسیا ته له افغانستانه احتمالي ګواښوونو ته مو پام دی

پوتین: منځنۍ آسیا ته له افغانستانه احتمالي ګواښوونو ته مو پام دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/19

واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو په لومړيو کې روسیه د افغانستان د یوه نږدې متحد په توګه مطرح شوه، خو په وروستيو کې يې د دريځ له بدلولو سره په عامه اذهانو کې دغه باور تر ډېره راکم شو.

د روسیې ولسمشر له افغانستانه منځنۍ آسيا هېوادونو ته د ګواښونو پېښېدو اټکل کړی او وايي، د يادو ګواښونو پر وړاندې به بې ‌پروا پاتې نه شي.

ولاديمير پوتین د تاجیکستان له ولسمشر اما علي رحمان سره ګډ خبري کنفرانس کې ټينګار کړی چې د منځۍ آسيا هېوادونو پر وړاندې د ورته احتمالي ګواښونو مخنيوي لپاره به له تاجیکستان سره په شريکه هڅې وکړي.

پوتین زیاته کړې: « موږ په منځنۍ آسیا کې د امنیتي مسایلو په اړه بحث وکړ. په دې برخه کې یو شمېر ننګونې او ګواښونه له افغانستانه رامنځته کېږي. روسیه به د اسانتیاوو په چمتو کولو سره په سیمه کې امنیت او ثبات ته کار وکړي. ۲۰۱ پوځي اډه په تاجیکستان کې موجوده ده، موږ له تاجیکستان سره د ترهګرۍ او نشه توکو پر ضد د پوځي ملاتړ همکاري زیاتوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت ډاډ ورکوي چې له خاورې به يې هېڅ هېواد ته خطر پېښ نه شي او د دې ترڅنګ د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره د ښو اړيکو لرلو ته لېوالتیا لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « له افغانستانه هېڅ یوه هېواد ته امنیتي خطر او تهدید متوجه نه دی. موږ په کراتو ویلي او بیا هم ټینګار کوو چې افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له شمالي ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او دا یې ثابته کړې هم ده. د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، هېڅ هېواد ته له افغانستانه د تهدید او خطر احتمال نه لیدل کېږي؛ په دې اړه اندېښنې بې ځایه دي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوهان د ولسمشر پوتين دغه اټکل ته په غبرګون کې وايي، سرپرست حکومت په تېرو کالو کې د امنيت ټينګولو په برخه کې ځان ثابت کړی او په خبره يې که د ترهګرۍ پر وړاندې په سيمه ‌ييزه کچه هڅې کېږي، نو افغانستان يې هم بايد برخه وي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « د دې پر ځای چې ګاونډیان د یو بل بدنامولو، کمزوري کولو او ګواښلو لپاره کار وکړي، اړتیا ده چې ټول ګاونډیان پر ګډه له ترهګرۍ سره شریکه مبارزه وکړي، ترڅو د دې پدیدې جرړې وچې شي.»   

ځينې نور بیا وايي، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه‌ ‌کېدو لپاره اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لیدنې ډېرې شي او په خبره یې، سرپرست حکومت دې هم د دايمي ثبات لپاره د خلکو او نړۍ مشروع غوښتنې ومني.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « د منځنۍ آسیا له حکومتونو سره دا اندېښنه شته، خو په مستقیمه توګه له طالبانو انتقاد نه شي کولی؛ ځکه چې تعامل ته اړتیا لري. نو د دې لپاره ترهګرې شبکې بهانه کوي، خو په اصل کې خپله د طالبانو لیدلوری د هغوی لپاره ستره ننګونه ده.»  

که څه هم په تېرو درې نیمو کالو کې له ځينو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پراخې شوې دي، خو تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې له شمشاد سره مرکه کې ویلي و چې له روسیې سره د افغانستان اړیکې دا مهال ښې دي او په خبره یې، ډېری هېوادونو ته قناعت ورکړل شوی چې افغانستان اوس یو امن ځای دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist