Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: اردو د هېواد او دیني ارزښتونو ساتنې لپاره جوړوو

فطرت: اردو د هېواد او دیني ارزښتونو ساتنې لپاره جوړوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/19

د اسلامي مارت دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصېح الدین فطرت د عبدالله بن مسعود د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ۷۰۰ تنو منسوبینو فراغت غونډه کې د اسلامي اردو پر پوځي او فکري زده کړو او روزنې ټینګار کړی.

فطرت وايي، هڅه کېږي د افغانستان وسله وال پوځ په پرمختللیو وسلو او مهمو پوځي تجهیزاتو سمبال شي.

د فطرت په خبره، له اسلامي اردو جوړولو موخه له نورو هېوادونو سره جګړه نه بلکې د خپل هېواد له پولو او اسلامي ارزښتونو ساتنه او دفاع ده.

لوی درستیز زیاتوي، له ټولو هېوادونو سره د خبرو له لارې تعامل غواړي خو ترڅنګ یې خبرداری ورکوي که څوک د زور کارولو هڅه وکړي، له سخت ځواب سره به مخ شي.

فطرت په دې اړه وايي:« د اسلامي اردو له جوړولو هدف له ګاونډیانو او نورو هېوادونو سره جنګ نه دی، بلکې د خپل هېواد د سرحدونو او اسلامي ارزښتونو دفاع او ساتنه ده. موږ له ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د زور وهلو او جنګ اراده نه لرو. د خبرو او مصالحې له لارې له ټولو سره تعامل غواړو، خو که څوک د زور هڅه وکړي، داسې ځواب به ورکړو لکه درې نورو زبرځواکو ته مو چې مخکې ورکړی دی.»

د پوځي چارو کارپوهان بیا وايي، په سیمه کې روان وضیعت او د ګاونډیانو پوځي رقابتونو ته په کتو افغانستان حق لري چې د خپل هېواد له ځکمنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره پر اړینو پوځي تجهیزاتو سمبال او پر پوځي زده کړو روزل شوی ځواک ولري.

د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: « موږ باید د اوسني عصر له غوښتنو سره سم وسله وال پوځ ولرو؛ ځکه کله چې موږ نړۍ او ګاونډیانو ته ګورو چې په کومو وسلو سمبال دي، موږ باید له دې هم پورته کوشش وکړو، ترڅو د افغانستان د خلکو، خاورې او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې لپاره قوي ترین دفاع وزارت او وسله وال پوځ ولرو. دا یوه اړتیا او یو اصل دی.» 

ځینې نور بیا په دې باور دي چې پر افغانستان تل د زبرځواکو هېوادونو له خوا یرغل شوی او اوس داسې یوې ځواکمنې اردو ته اړتیا ده چې د افغانستان ستونزو او دغه راز د پردیو یرغلونو پر وړاندې ځواب ویونکې وي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « افغانستان تل د زبرځواکونو هېوادونو تر یرغل لاندې و. د یوه داسې وسله وال پوځ لرل چې قوي، پیاوړی او سمبال وي، د افغانستان یوه اړتیا ده.»

د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ۷۰۰ تنو فارغ شویو منسوبینو د درېیو میاشتو په موده کې د پوځي زده کړو ترڅنګ عقیدتي او فکري زده کړې هم ترلاسه کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist