Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خبریالانې: د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه لرو

خبریالانې: د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/18

د خبريالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو په کابل کې د خبريالانو ملي ورځ ونمانځه.

 دغه ورځ د بيان آزادۍ لپاره د مبارزې په برخه کې د خبريالانو هڅو او قربانيو ستاينې ته ځانګړې شوې او له همدې کبله د شمشاد خبريالې په شمول يو شمېر خبريالان وستايل شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې ټول د خبريالانو پر ستونزو غږېږي، خو ښځينه خبريالانې بيا تر ټولو ډېرې د شرايطو او بدلونونو له امله زيانګالې بلل کېږي.

 ښځینه خبریالانې تېر درې کلونه که څه هم د کار کولو له پلوه غنيمت بولي، خو زياتوي چې په لړ کې يې له ستونزو سره هم مخ وې.

دوی د حکومتي مسوولینو له لوري پر وخت د مالوماتو نه ورکړه، د خپل کار پر وړاندې لویه ستونزه بولي او زياتوي، د يادې ستونزې له امله يې راپورونه نيمګړي پاتې کېږي.

ځينې نورې خبریالانې بیا ادعا کوي چې پر رسنيو د محدوديتونو لګېدو له امله يو شمېر ښځينه خبريالانو دندې له لاسه ورکړې دي او دې کار د اقتصادي ستونزو پر زياتوالي سربېره، خبريالانې له ناڅرګند راتلونکي سره هم مخ کړې دي.

که څه هم ښځینه خبریالانې شکایت کوي چې پر رسنیو د سرپرست حکومت د محدودیتونو له امله یې د کار ساحه تنګه شوې، خو د خبريالانو ملاتړي بنستونه د یادې موضوع په ردولو سره زیاتوي، د ښځینه خبریالانو شمېر چې وړاندې ۶۰۰ تنو ته رسيده، اوسمهال یې شمېر نږدې ۸۰۰ تنو ته رسېږي.

د آزادو ژورنالېستانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي وايي: « سږ کال د ښځینه خبریالانو شمېر زیات شوی او همدا اوس ۷۴۵ تنې ښځینه خبریالانې په رسنیو کې کار کوي. حال دا چې تېر کال دغه شمېره ۶۰۱ تنې وې. زه باوري یم چې زموږ ښځینه خبریالانې به د هغو اصولو او مقرراتو له مخې چې د اسلامي امارت له خوا وضع شوي، خپلو دندو ته ادامه ورکړي.»

له بلې خوا، خبریالان پر ملاتړ بنسټونو نیوکه کوي او وايي، د خبریالانو ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه نه ده کړې او حقونه يې نه دي تامين کړي.

د رسنیو ملاتړو بنسټونو مسوولین بیا وایي، د خبریالانو د مسلکي روزنې لپاره یې د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړ کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې له حکومتي مسوولینو سره خبرې کړې چې تر ډېره یاده ستونزه هم حل شوې ده.

د ښځینه خبریالانو د بنسټ مسووله مشهوده سروري وايي:« د سږ کال په اوږدو کې د افغانستان د ښځینه خبریالانو بنسټ بې مخینې فعالیت درلود. د ښځینه خبریالانو لپاره یې له پنځو یا شپږو دورو زیات لنډمهاله د ظرفیت لوړونې کورسونه جوړ کړل، مختلف کنفرانسونه یې جوړ کړل او د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ یې ونماځله.»

د خبریالانو د ملي کور رییس سید متین یاسین وايي: « د افغانستان له هرې برخې هره ورځ خبریالان له موږ سره اړیکه نیسي چې اطلاعاتو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. که څه هم ستونزې ډېرې دي، خو موږ د خبریالانو په توګه له دوو سترو ننګونو سره مخ یو او تمه لرو چې ملاتړ نهادونه او دولتي چارواکي د دغو ستونزو هوارولو لپاره جدي هڅې وکړي.»

د ښځينه خبريالانو ستونزې داسې مهال دي چې د رسنيو او خبريالانو ملاتړو بنسټونو هم له دې وړاندې خبريالان او په ځانګړې توګه ښځينه خبريالانې له ستونزو سره مخ يادې کړې وې او اطلاعاتو ته د دوی بشپړ لاسرسی یې د حل لارې په توګه وړانديز کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist