Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د افغانستان په ګډون د ۴۱ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته د سفر بندیزونه لګوي

امریکا د افغانستان په ګډون د ۴۱ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته د سفر بندیزونه لګوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/16

رویټرز خبري آژانس د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ځينو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د ولسمشر ټرمپ اداره امریکا ته د یو شمېر هېوادونو پر ورتلونکو اتباعو د سفر بندیزونو لګولو ته چمتوالی نیسي.

د راپور له ‌مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت پلان لري چې د هېوادونو د باور او خوندیتوب پر بنسټ په درېیو کټګوریو کې د ۴۱ هېوادونو  پر اتباعو امریکا ته د ورتګ بندیزونه ولګوي.

راپور کې ویل شوې، په دې کټګوریو کې افغانستان، ایران، سوریه، لیبیا، سوډان، شمالي کوریا، پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه شامل دي.

افغانستان بیا د لومړۍ کټګورۍ په سر کې ځای لري چې د ټرمپ اداره پلان لري وروسته له دې یې امریکا ته د ورتلونکو اتباعو پر سفر بندیزونه وضع کړي.

د روېټرز خبري آژانس د راپور یوه برخه:« د ټرمپ اداره د ګڼو هېوادونو پر اتباعو د سفر محدودیتونو لګولو په اړه غور کوي او دا محدودیتونه د یوې نوې تګلارې برخه دي. له دې موضوع باخبره سرچینې او یو داخلي یاداشت چې روېټرز لیدلی، په دې اړه مالومات وړاندې کوي. په دغه یاداشت کې ۴۱ هېوادونه په درېیو ګروپونو ویشل شوي دي. لومړۍ ډله له ۱۰ هېوادونو جوړه ده، چې په کې افغانستان، ایران، سوریه، کیوبا او شمالي کوریا هم شامل دي. د مالوماتو پر بنسټ، د دې هېوادونو پر اتباعو به د ویزې بشپړ بندیز ولګول شي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا د افغانستان د اوسني وضعیت ټوله پړه پر امریکا اچوي او وایي، له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې په افغانستان کې ټولې چارې د بهرنیانو او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو له لاسوهنې خالي نه وې، خو په خبره يې له بده بخته چې په افغانستان کې د امریکا له حضور څنګه چې باید ګټه اخیستل شوې وای، وانه خيستل شوه.

د سیاسي چارو شنونکی امیر ګران وايي: « دا حالات پر افغانانو چا تحمیل کړي یا راوستي دي؟ زه فکر کوم دا د خارجي مداخلو یا د خارجي فکټور په نتیجه کې دا حالات پر افغانانو مسلط شوي، له دې جملې متحده ایالات او دا غمیزه تر نن پورې هم دوام لري.»           

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « تاسو وګورئ کومه پرېکړه چې اوس دستي ټرمپ یا د ټرمپ ادارې کړې چې د ځینو هېوادونو وګړي امریکا ته راتلی نه شي، دا هغه هېوادونه دي چې وروسته پاتې ګڼل کېږي، یا هغه هېوادونه دي چې امریکا ورته اړتیا نه لري، خو برعکس دغه هېوادونه امریکا ته ضرورت لري. امریکا دغه شان پرېکړه د اماراتو یا خلیجي هېوادونو په اړه نه شي کولی. دا خبره تل کېده چې امریکايي عسکر په سعودي عربستان کې څه کوي؛ تاسو ولیدل چې د سعودي مشرانو له استعمار دومره ګټه پورته کړه چې اوس په نړیوال ډګر کې ډېرې سیاسي کشالې لکه د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې په اړه د سولې خبرې کوربه توب، د سعودي عربستان له خوا کېږي.»         

ځینې نور بیا په دې باور دي چې په سیاست کې تلپاتې دوښمني نه شته او ممکن په نږدې راتلونکې کې دغه پرېکړه امریکا خپلو ګټو ته په پام سره، بېرته واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادېم وايي: « په سیاست کې نه دایمي دوښمن شته نه هم دایمي دوست. دا پرېکړه چې امریکا د افغانستان د وګړو په اړه کړې چې نور امریکا ته نه شي راتلی، ممکن دا یوه موقته پرېکړه وي او په راتلونکي کې د امریکا د خپلو ګټو پر بنسټ دغه پرېکړه بېرته واخلي. دا ځکه چې افغانستان یوه ستراتیژيکه جغرافیه او هېواد دی، امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه افغانستان ته اړتیا لري.»            

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي، د امریکا دغه ممکنه پرېکړه به په بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا وېزو ته منتظرهغه افغانان ډېر اغېزمن کړي چې په تېرو ۲۰ کالو کې د دوی ملاتړي پاتې شوي دي.

هغه په دې اړه وايي:« دا ښکاره خبره ده چې دغې پرېکړې د افغانانو پر ژوند که دا هغه افغانان دي چې تازه امریکا ته ورغلي یا هغو ۴۰ زره نورو افغانانو پر ژوند اغېز کړی او له خطر سره مخامخ کړي چې په نورو هېوادونو کې امریکا ته د ورتګ لپاره پراته دي. زه هیله لرم دغه ستونزه له سیاسي او ډېپلوماټیکو لارو هواره شي؛ ځکه د کوربه هېوادونو د لنډمهاله وېزو په ختمېدو سره ښايي هغوی افغانستان ته ډیپورټ شي، حال دا چې په افغانستان کې د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره هېڅ ډول شرایط برابر نه دي.»

د رویټرز خبري آژانس له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، د امریکا د دې ممکنه پرېکړې موخه د امریکا د ملي امنیت د خوندیتوب ډاډمنول او له هغو هېوادونو سره د کډوالۍ د اړیکو کنټرول دی چې د امنیتي پلټنو له اړخه کمزوري دي.

دا ګام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې هغه بندیز ته ورته دی چې امریکا ته له اوو اکثراً مسلمانو هېوادونو د وګړو پر ورتګ لګول شوی و.

 په ۲۰۱۸زېږدیز کال د ټرمپ په دې پالیسۍ کې د امریکا د سترې محکمې له تایید وړاندې څو ځله بدلون راغی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist