Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اترا: راتلونکی کال۵۵۰ نوي مخابراتې سايټونه فعالوو

اترا: راتلونکی کال۵۵۰ نوي مخابراتې سايټونه فعالوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/12

د روشن مخابراتي شرکت له خوا د الفا پرایم په نوم  د نوي وړاندیز له لارې د پیرېدونکو لپاره د عمرې حج پچه اچونه وشوه.

د دې وړاندیز له مخې، یاد شرکت په اوونۍ کې ۵ تنه او میاشت کې ۲۰ تنه خپل پېرودونکي د پچه اچونې له لارې د عمرې حج اداء کولوته استوي.

د روشن مخابراتي شرکت مسوولان د خپلو وړانديزونو د پراخولو ترڅنګ وايي، د اترا له ادارې سره پر ګډه هڅه کوي چې له مخابراتي خدمتونو محرومې سيمې هم تر پوښښ لاندې راولي.

د روشن مخابراتي شرکت د محصولاتو متخصص مسیح ‌الله عزت یار وايي:« روشن مخابراتي شرکت ژمن دی چې د روژې مبارکې میاشتې په هره اوونۍ کې پنځه تنه د عمرې حج ته استوي او یا یې معادل لګښت چې ۱۰۰ زره افغانۍ کېږي، خپلو پېرودونکو ته ډالۍ کوي. په یوه میاشت کې به زموږ د الفا پرایم وړاندیز ۲۰ تنه پېرودونکي د عمرې حج پکېج ترلاسه کړي.» 

له دې سره، د اترا ادارې مسوولان وايي، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۱۸میلیونه سیمکارټونه راجسټر شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

د دوی په خبره، په نوي کال کې به د مخابراتي خدمتونو د پراخولو په موخه شاوخوا۵۵۰ نوي مخابراتي سايټونه فعال شي او په دې توګه به هغه سيمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي چې له دې وړاندې په کې دغه خدمتونه نه وړاندې کېدل.

د اترا ادارې ویاند جلال شمس وايي:« اترا ادارې د خپلې انکشافي بودیجې له لارې ۵۵۰ مخابراتي آنتنونه اعلان ته ورکړي وو چې د جوړېدو په حال کې دي او په ډېرو سیمو کې یې د جوړېدو چارې بشپړې شوې هم دي. د دغو آنتنونو په جوړېدو سره به د هېواد ټولې لرې پرتې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي. همدارنګه په لویو لارو او ټرانزیټي مسیرونو کې هم د مخابراتي خدمتونو د نه شتوالي ستونزه وه، خو ټولو مخابراتي شرکتونو په ښه توګه کار وکړ او د نویو آنتنونو د جوړولو چارې یې پیل کړې. د مثال په توګه، اوس د کابل جلال اباد لاره تر تورخم پورې تر مخابراتي او انټرنېټي پوښښ لاندې نیول شوې ده، حتا ماهیپر کې هم تري جي انټرنېټ لرو.» 

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم اترا ادارې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ په يو شمېر سیمو کې نوي مخابراتي سايټونه فعال کړي چې ډېری هغه يې د لويو لارو په اوږدو کې فعال شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025
«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو
ټکنالوژي

«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو

اکتوبر 4, 2025
د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري
ټکنالوژي

د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري

سپتمبر 18, 2025

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist