Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل ټرافيکو رياست: روان کال د ټرافیکو پېښو له امله نږدې ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل ټرافيکو رياست: روان کال د ټرافیکو پېښو له امله نږدې ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/05

د کابل ټرافيکو رياست چارواکي په روان ۱۴۰۳ کال کې د شاوخوا ۵۴۵ ټرافيکي پېښو د ثبتولو خبر ورکوي او وايي، د يادو پېښو رامنځته کېدو عمده لاملونه د موټر چلوونکو بې احتياطي او ټرافيکي اصولو ته نه پاملرنه ده.

د دوی په خبره، د روان کال له پيل راهیسې رامنځته شویو ټرافيکي پېښو کې نږدې ۷۰۰ کسان مړه او ژوبل شوې دي.

د کابل ټرافیکو رییس خيال محمد غاور وايي: « موږ په روان کال کې ټولټال ۵۴۵ ټرافیکې پېښې لرو چې له امله یې ۲۹۷ تنه مړه شوي او ۳۸۵ تنه نور ژوبل شوي دي. د دې پېښو علتونه د پاکستان لاس موټر، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د موټر چلولو د جواز نه لرل او د ټرافیکي قوانینو نه رعایتول دي.»

له بلې خوا، موټر چلوونکي د ټرافيکي پېښو رامنځته کېدو لاملونه د معاري سړکونو کموالی او د لويو لارو په شمول په واټونو کې د ټرافيکي څراغونو کموالی بولي او د ټرافيکو له رياست غواړي چې يادو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

موټرچلوونکی بريالی وايي: « حکومت ته وایم چې دا ټرافیکي نښې او اشارې ټولې خرابي دي؛ که دا جوړې شي، ټرافیکو ته به هم اړتیا نه وي او پېښې به کمې شي.»

یو بل موټرچلوونکی اېمل وايي: « خبره دا ده چې دلته اصول نه شته، هرڅوک د موټر چلولو ته ناست دی. غریبي ډېره شوې او بل کار نه شته ټولو د موټر چلولو ته مخه کړې. له هغه چلوونکي حادثه نه کېږي چې ۲۰ کاله تجربه لري، خو هغه کسان ډېرې حادثې کوي چې تازه یې موټر چلول پيل کړي.»

په ورته مهال، د کابل اوسېدونکي بيا د ټرافيکي پېښو رامنځته کېدو لاملونه بېلابېل بولي او په خبره يې د موټر چلولو اجازه لیک (لايسنس) نه لرل او د موټر چلولو پرمهال د نشه ‌يي توکو کارول هم د دې سبب شوي چې ټرافيکې پېښې زياتې شي.

د کابل ښار اوسېدونکی اميرخان وايي: « زموږ موټرچلوونکي باید اصول رعایت کړي او له ټرافیکو هیله لرو چې د ښه چلن په کولو سره ټرافیکي قوانین پلي کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د قوانينو نه مراعتولو له امله په ټول هېواد کې په کلنۍ توګه زرګونه ټرافيکي پېښې رامنځته او په پايله کې يې سلګونه کسان مړه او ژوبل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist