Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کتاب پلورونکي: ناوړه اقتصادي وضعیت او خواله رسنیو د کتاب پلورنې بازار سوړ کړی

کتاب پلورونکي: ناوړه اقتصادي وضعیت او خواله رسنیو د کتاب پلورنې بازار سوړ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/04

د کابل ښار په زړه ده افغانانو کې د کتاب ښار په نوم ټولنې له خوا د کتابونو اووه ورځنی نندارتون پرانیستل شوی.

د دې نندارتون پر څلورمه ورځ ګډونوال شکایت کوي چې د تمې خلاف يې نندارتون ته ډېر خلک نه ورځي.

 دوی له کتاب سره د خلکو د لېوالتیا کمېدو لامل د هېوادوالو ناوړه اقتصادي وضعیت بولي.

د نندراتون یو تن ګډونوال صهیب وايي: « لوی لامل خو یې دا دی چې د افغانستان د خلکو اقتصاد اوس ډېر کمزوری شوی. بله دا چې له کتاب سره د خلکو علاقه بېخي ورکه ده، ډېر خلک له انټرنېټ ګټه اخلي او کتاب ته هېڅ اهمیت نه ورکوي. خلک وايي چې کتاب اخلم، ولې په دې پیسو کور ته څه نه وړم. موږ له دوکانونو کتابونه دلته راوړي د بازار منځ ته، خلکو ته تبلیغ کوو چې کتابونه په لوی تخفیف سره وپېري، خو بیا هم څوک نه راځي. که اقتصاد ښه شي، هرڅه به ورسره ښه شي، کتابونه به هم بازار پيدا کړي.»             

یو شمېر نور ګډونوال بیا د مطالعې دود کمرنګه کېدل د ځوانانو له لوري د خواله رسنیو او انټرنېټ ډېره کارونه بولي او له ټولو غواړي چې باید خپل وخت مدیریت او مطالعې ته يې هم ورکړي.

د نندراتون ګډونوال احمد زبېر وايي: « له بده مرغه زموږ خلک او ځوانان د خواله رسنیو په دام کې بند شوي او خپله شپه ورځ په انټرنېټ کې تېروي. له ځوانانو په ډېر صمیمیت هیله کوم چې لږترلږه هره ورځ د یوه کتاب دوه درې پاڼې ولولي. تاسو وګورئ که څوک په ورځ کې درې پاڼې کتاب ولولي، په اونۍ، میاشت، کال او ټول عمر کې به یې څومره مطالعه کړې وي.»

پر ناوړه اقتصادي وضعیت سربېره بل لوی لامل په سافټ کاپي او پي ‌ډي ‌اېف بڼه د کتابونو شتون او له دې لارې اسانه لاسرسی دی چې د چاپي کتابونو پلور یې کم کړی.

کتاب پلورونکي وایي، په انټرنېټي بڼه شته کتابونو په پرتله د چاپي کتابونو مطالعه او لوستل ډېرې ګټې لري او باید ټول له چاپي کتابونو ګټه واخلي.

د نندراتون ګډونوال سید الهام فراهي وايي: « ښکاره خبره ده چې د کتابونو هارډ کاپي اسانه ده، ځکه چې ستا په لاس کې وي او هر وخت یې مطالعه کولی شي. د کتابونو سافټ کاپي ستړې کوونکې وي، سترګو ته زیان لري او سم ترې مفهوم نه اخیستل کېږي. زموږ سپارښتنه د کتابونو د هارډ کاپي لوستنه ده.»

خو نندارتون ته ورغلي کسان بيا وايي، د سختو اقتصادي شرايطو له امله هڅه کوي د کتاب پېرلو لپاره پر بېلو کړیو پيسو هم د کور اړتياوې پوره کړي.

که څه هم له نندارتون د ګډنوالو تمې نه ‌دي پوره شوې، خو هیله لري چې په پاتې ورځو کې به د خلکو ورتګ زیات او تمې به يې پوره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist