Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تورخم کې پر ډیورنډ فرضي کرښه جګړه؛ دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې

تورخم کې پر ډیورنډ فرضي کرښه جګړه؛ دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/04

په تورخم کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ساعته جګړې دواړو خواو ته د ځاني زیان سربېره مالي زیانونه هم اړولي.

دغه جګړه یکشنبه شاوخوا دولس بجې د پاکستاني ځواکونو له خوا پیل او دواړو خواوو په کې درنې وسلې کارولې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند شمشاد ته وایي، تورخم کې له پاکستاني ځواکونو سره نښته کې یو امنیتي سرتیری شهید او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

د عبدالمتین قانع په خبره، لومړی برید پاکستاني ځواکونو کړی او زیاتوي چې د افغان ځواکونو په برید کې هغې غاړې ته هم درنه مرګژوبله اوښتې.

قانع په دې اړه وايي:« د هغې نښتې په اړه چې تېره شپه د پاکستاني لوري له خوا په تورخم کې پیل شوه، باید ووایم چې د جګړې پیل پاکستان وکړ. دا جګړه د شپې ۱۲ بجې پیل او د ورځې په ۱۱ بجو پای ته ورسېده. په پیل کې زموږ سرحدي ځواکونو هڅه وکړه چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي، خو هغوی ونه منله او تل یې د جګړې هڅه کوله چې پایله کې زموږ دفاعي ځواکونو هم ځواب ورکړ. د کورنیو چارو وزارت سرحدي پولیسو او د دفاع وزارت قطعاتو هم مناسب ځوابونه ورکړل چې په پایله کې د مقابل جهت یو شمېر پوستې له منځه یوړل شوې او تلفات ور وا وښتل. زموږ خواته هم زموږ یو مجاهد شهید شوی او دوه ژوبل شوي دي.»

د سیمې اوسېدونکي بیا وايي، لومړی پاکستاني ځواکونو برید پیل کړ او د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې هاغاړې ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځايي خلکو په خبره، د جګړې پرمهال له سیمې خلک بې ځایه شوي او نورو سیمو ته یې پناه وړې ده.

د تورخم یو اوسېدونکی وايي: « بېګا ۱۲ بجې جګړه ونښته او ډېر کورونه ولګېدل، خو خلک ترې بچ شوي او څوک نه دي ژوبل. اوس مو دلته خېمې درولې دي.»

د تورخم یو بل اوسېدونکی وايي: « د شپې ۱۱ بجې د پاکستان له خوا ډزې وشوې، ورپسې زیاتې شوې او بیا له دې خوا هم ډزې وشوې. د دې کلیو ټول خلک له تکلیف سره مخ شول او پیاده یې له کلیو ځانونه و ایستل. پاکستان دروازه تړلې او غواړي جګړه وکړي.»

د تورخم کمیسارۍ کارکوونکي بیا وايي، پاکستاني لوري له جګړې وړاندې د تورخم لارې د بیا خلاصېدو لپاره خپل شرایط ورته وړاندې کړي وو.

د تورخم کمیسارۍ کارکوونکی احمدي وايي: « بېګانۍ کیسه داسې وه چې دوی له موږ سره چل او فرېب وکړ. له موږ سره یې سهار ۱۰ بجې جلسه وکړه خو موافقې ته ونه رسېدو. موږ دوی ته څلور شرطونه وړاندې کړل، لومړی شرط دا چې ناروغانو ته سهولت برابر شي، دویمه خبره د ټرانزیټي لارې بندول وو، زموږ پوښتنه دا وه چې دا لاره ولې بندېږي؟ درېیمه خبره زموږ خوا ته د امنیتي پوستو جوړېدل دي، موږ له دوی پوښتنه کوو چې موږ خپله خاوره کې پوستې جوړوو تاسو یې ولې مخالفت کوی؟ که چېرې لارې بندېږي، مقابل طرف جانبین کمیساریانې باید سره کېني، که اړتیا وه باید دواړه خواووې یې په شریکه بنده کړي، کنه په هېڅ صورت باید لاره بنده نه شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان له داسې کړنو سره د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ کرکه رامنځته کوي او د کابل او اسلام اباد ترمنځ به لاپسې واټن زیات کړي.

د دوی په خبره، د پاکستان له لوري د ډیورنډ پر فرضي کرښې د داسې کړنو تکرار کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې خرابې کړي.

د سیاسي چارو شنونکي ادریس محمدي وايي: « دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ کینه او نفرت زیاتوي او سبب کېږي چې افغانستان کې د پاکستان په تړاو ذهنیت منفي شي او بې اتفاقۍ ته لاره هواره شي. دا کار یو ځل نه بلکې په تکرار سره کېږي.»

د شنوونکو باور دا دی چې پاکستان هېڅکله هم په افغانستان کې ثبات نه غواړي او د افغان خاورې د بې ثباتۍ لپاره له هرې ممکنه لارې کار اخلي.

دوی زیاتوي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د تېرو څلورو لسیزو سیاست او کړنو ته په کتو به دغه هېواد هېڅکله هم د افغانستان ښه ګاونډی او دوست نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان له جوړېدو راهیسې او له دې وروسته هڅه کوي چې افغانستان څه ډول له تباهۍ او بربادۍ سره مخ کړي.  پاکستان هېڅکله نه غواړي افغانستان یو مستحکم نظام ولري. پاکستان به هېڅکله زموږ ښه ګاونډۍ او دوست نه شي.»

د تورخم پرلار د افغان ځواکونو او پاکستاني اړخ ترمنځ نښته داسې مهال رامنځ ته کېږي چې افغان او پاکستاني لوري د تورخم لارې د بېرته خلاصېدو په موخه ناسته هم کړې وه خو مثبته نتیجه یې نه درلوده.

له شاوخوا ۱۰ ورځو راهیسې پاکستاني لوري د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې.

د مالوماتو له مخې، د لارې له بندېدو راهیسې دواړو خواوو ته شاوخوا ۵ زره په سوداګریزو توکو بار لارۍ ولاړې دي او سوداګرو ته په میلیونونه ډالر زیان اوښتی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist