Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک مزار رغول کېږي

د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک مزار رغول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/27

د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ ممو کلي خړه صحرا کې له پامه وتلی یو مزار د پښتو لرغوني ادب د نومیالي لیکوال محمد بن داوود هوتک دی چې د هوتکیانو دورې د دربار لیکوال او محرر پاتی شوی او د خپل ژوند په اوږدو کې یې د پښتو ادب تاریخي کتاب «پټه خزانه» هم تالیف کړی.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، له پېړیو راهیسې د محمد هوتک مزار له پامه غورځېدلی او هېڅ ډول پاملرنه نه ده ورته شوې.

ځايي مسوولین تازه خبر ورکوي چې د دې مزار د ساتنې لپاره اوس استنادي دېوال جوړوي او ورپسې به یې د ساتنې نورې هڅې هم وشي.

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي رحمت الله حماد وايي: « بدبختانه څو پېړۍ تېريږي مګر د ده پر قبر او مقبره هېڅ ډول کار نه دی شوی. د وخت په تېرېدو سره د دې هدیرې ډېر قبرونه له منځه تللي. موږ خپل نهایت کوښښ کوو چې د ده قبر وژغورو. اوس د ده له مزار دېوال چاپېروو او د مرکز له لارې به هڅه وکړو چې د رغونې لپاره یې لارې پیدا کړو.»

د سیوري ولسوالۍ د ممو کلي اوسېدونکي د مسوولینو له دې تازه هڅو خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د محمد هوتک مزار د نورو برخو جوړولو لپاره دې هم هڅې وکړي.

د ممو سیمې اوسېدونکی مولوي عبدالاحد وايي:« ده پښتو ژبې ته ډېر زیات خدمت کړی، نوموړي د مکاتبو د تحریر او تاریخ لپاره هم کتابونه لیکلي وو.»

د سیمې یوبل اوسېدونکی حاجی لعل محمد وايي: « دا قبر خوړ ته نږدې دی او باید د سېلابونو په وسیله د ویجاړېدلو مخه یې ونیول شي.»

د ممو سیمې یو بل اوسېدونکی محمد قاسم وايي: « غوښتنه کوو چې دا زموږ د نیکه مزار راجوړ کړي، موږ هر ډول همکاریو ته تیار یو.»

زابل کې مېشت لیکوالان وايي، محمد هوتک د پښتو ژبې لپاره نه هېریدونکی تاریخي خدمت کړی چې راتلونکی نسل به یې دا یاداښتونه یاد ساتي.

لیکوالو او ادیب سردارولي سرحدي وايي: « په نړۍ کې بریالي ملتونه، بریالي قومونه او بریالي هېوادونه هغه دي چې خپل تېر تاریخ ته په کتو د راتلونکي په اړه فیصله کوي. تاریخي روایتونه دا وايي چې د هر قوم او ملت تېر ته په کتو د راتلونکي پرېکړه کېږي. محمد هوتک او ورسره نور لیکوالان زموږ تېر تاریخ او هغه څوک دی چې زموږ هویت یې راپېژندلی. موږ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هغه ګام ستاینه کوو چې د نوموړي د مزار روغولو لپاره یې پورته کړی.»

محمد هوتک په ۱۰۸۴ هجري کال د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کوکران سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

 له دیني او فقهي زده کړو ورسته یې شاهي دربار کې د لیکوالۍ خدمت پیل کړی او په ۱۱۵۰ هجري قمري کال یې خپل نامتو اثر «پټه خزانه» ولیکله.

 محمد هوتک د ۱۱۶۰ او ۱۱۶۲ هجري کالو ترمنځ وفات شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist