Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د اسلامي‌امارت دریځ قوي بللی

امریکا په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د اسلامي‌امارت دریځ قوي بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/22

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له یوې کاناډايۍ (کاترین هیریج) په نوم اېکس رسنۍ سره تازه مرکه کې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د القاعده او داعش وسله‌والې ډلې د فعالیتونو، د نړۍ امنیت او سولې ته د احتمالي ګواښونو او نورو مهمو مسایلو پوښتنې ځواب کړې دي.

روبیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا القاعده او داعش په افغانستان کې یو داسې خوندي پټنځای موندلی چې ۲۰۰۱ کال  د سپټمبر له ۱۱ مخکې وضعیت سره ورته وي؟

روبیو د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي:« زه دا د سپټمبر ۱۱ مې مخکې وضعیت سره نه شم پرتله کولی. خو زما په اند، هر ځل چې حکومتولي لانجمنه شوې، یا یو حکومت د خپل ټول قلمرو پر هرې برخې بشپړ کنټرول ونه لري، دا دغو ډلو یعنې (القاعدې او داعش ) لپاره یوه موقع کېدای شي. د نن او ۱۰ کاله مخکې ترمنځ توپیر دا دی چې امریکا هلته پوځي حضور نه لري چې دوی تعقیب او هدف وګرځوي.»

د امریکا دغه لوړپوړی چارواکی په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو د عدم حضور او احتمالي ګواښونو په تړاو دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې څو میاشتې وړاندې د جوبایډن ادارې ځینو چارواکو او د دې هېواد د کانګرس یو شمېر غړو افغانستان د وسله‌والو او ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای بللی و.

خو د ډونالډ ټرمپ پر مشرۍ د امریکا حکومت د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د اسلامي‌امارت دریځ قوي بللی دی.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان امریکا او په سیمه کې د دې هېواد متحدین د امریکا او ناټو  د پوځي حضور له پایته رسېدو وروسته د داعش خراسان ډلې په انسجام، روزنه او تمویل تورنوي.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« زه دا ویلی شم چې د داعش لپاره خپله غربي نړۍ او په ځانګړي ډول د پاکستان استخبارات موظف شوې چې دوی (داعش) ته په سیمه کې او نړۍ کې لابي ګیري وکړي او د داعش د جګړو لمنه پراخه کړي.»

دامریکا بهرنیو چارو وزیر د داعش ډلې د فعالیتونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا ډله تل داسې بې ثباته سیمې لټوي چې دوی ترې بریدونه پلانولی شي او په خبره یې ځينې سیمې لاهم افغانستان کې شته چې اسلامي امارت پرې حاکمیت نه لري.

اسلامي‌امارت  د مارکو روبیو د څرګندونو او دافغانستان په تړاو ادعاوې رد او تائيد نه‌ کړې، خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، اسلامي‌امارت په ټول افغانستان بشپړ حاکمیت لري او د دولت وسله‌وال مخالفین یې ځپلي دي.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:«په دې شک نه شته دی چې په افغانستان کې یو شمېر سیاسي او اقتصادي ستونزې موجودې دي. ولې څومره چې د امنیت مساله ده، زه فکر کوم د سردار محمد داوود خان له واکمنۍ وروسته هغه سراسري سوله چې په ټول افغانستان کې موجوده ده او یا هغه باثباته مرکزي حکومت چې اوس په افغانستان کی شتون لري، زه فکر نه کوم چې دا د ۴۰ کلونو په شاوخوا کې دې دا ډول یو باثباته مرکزي حکومت تېر شوی وي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپله تازه مرکه کې یوازې د افغانستان، سوریې او یو شمیر افریقايي هېوادونو په  تړاو د داعش فعالیتونو او موجودیت په تړاو پوښتنې ځواب کړي او په خبره یې دا وضعیت یې یوازې افغانستان پورې محدود نه دی بللی.

 نوموړي اندېښنه ښودلې چې سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له ړنګیدو سره هلته د داعش ډلې په زرګونه جنګیالي زندانونو کې ساتل کیږي او د احتمالي سیاسي بې‌ثباتیو له امله به د نړۍ امنیت وننګوي چې دا زموږ لپاره اوس یوه اندېښنه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist