Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي

اسحاق ډار: د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/20

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د هېواد اړوند مسايلو ترڅنګ د افغانستان په اړه یې ځينې مسايل هم بيان کړي.

نوموړي سوله‌ییز او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ د امنیت ټينګښت لپاره مهم ياد کړی او زياته کړې يې ده، چې پاکستان به دې هدف ته د رسېدو لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ته دوام ورکړي.

اسحاق ډار د نړيوالو له لوري د هغو مرستو ملاتړ هم کړی چې په افغانستان کې اړمنو کورنيو ته رسول کېږي.

هغه په دې اړه ویلي:« یو سوله‌ییز، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان د پاکستان لپاره حیاتي اهمیت لري. په ټوله نړۍ کې داسې دوه هېوادونه نه شته، چې دومره ګډ ارزښتونه دې ولري لکه پاکستان او افغانستان. له تاریخ او جغرافیې نیولې تر عقیدې او کلتور، ژبې او ادبیاتو، خوړو او موسیقۍ پورې. له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته ورسېدل، پاکستان یو واقعي‌بینانه دریځ غوره کړی، چې تمرکز یې په عملي همکاریو دی، څو په افغانستان کې د هر ډول بشري بحران مخه ونیسي او د ۴۰ میلیونو افغانانو د هوساینې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا د پاکستان ورته دريځ ته د شک په سترګه ګوري؛ ځکه په خبره يې پاکستان د ورته سټېجونو له لارې تل د افغانستان ناامنه ښودلو هڅه کړې.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« زموږ غوښتنه دا ده چې خپله پاکستان په لومړي قدم کې پر خپلو خبرو باندې صادق پاتې شي. افغانستان ته دې سیاسي او اقتصادي ستونزې نه جوړوي او پاکستان دې په نړیوالو ستېجونو کې د افغانستان د خلکو استازولي نه کوي.»

سرپرست حکومت په دې اړه څه نه وایې، خو له دې مخکې يې ویلي و، چې د پاکستان په شمول له ټولو هېوادونو سره د مثتبو اړيکو غوښتونکی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، پاکستان له تېرو څلورو لسېزو راهیسې په افغانستان کې له یوه قوي او مرکزي حکومت وېره درلودلې او ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت دې د پاکستان پر وړاندې له محتاط سیاست کار واخلي څو افغانستان بیا د نیابتي جګړو ډګر نه شي.

د سې‌ شبنې پر ورځ هم د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار د افغانستان سرپرست حکومت او د نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل تعریف په موخه د یوې پراخې او جامع کړنلارې پر جوړېدو ټینګار کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist