Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسيې په افغانستان کې امنيت او ثبات د  سيمې لپاره حياتي بللی

روسيې په افغانستان کې امنيت او ثبات د  سيمې لپاره حياتي بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/10

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د روسيي سفير البرټ خوريف له ټاس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، مسکو په پاکستان او د دې هېواد تر کنټرول لاندې سيمو کې د وسله‌والو ډلو د فعالیت له زیاتوالي انديښمن دی.

خوریف زیاته کړې، پاکستاني چارواکو یادې اندیښنې له مسکو سره شریکې کړې او په خبره يې روسيه چمتوو ده، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان په ګډون له افغانستان سره هم  همکاري وکړي.

خوريف د پاکستان امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ په افغانستان کې هم امنيت او ثبات د سيمې لپاره حياتي بللی او د همکارۍ ژمنه يې کړې.

هغه په دې اړه ویلي:«په افغانستان کې د سولې او ثبات پياوړتيا او د هغو خطرونو پر وړاندې مبارزه، چې د افغانستان له خاورې متوجې دي، په سيمه کې زموږ ګډه لېوالتيا ده.»

خوریف د پاکستان هغه ادعاوې، چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ناامنيو کې يې افغانستان دخيل بللی ويلي، چې دا مسايل د دواړو هېوادونو خپلمنځي حل ته اړتيا لري.

سرپرست حکومت که څه هم د دې څرګندونو په اړه تازه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې ويلي، په افغانستان کې هېڅ ډله فعاليت نه لري او نه هم چا ته د امنيت خرابولو اجازه ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکي بيا په پاکستان او د دې هېواد تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو کې ناامني د دې هېواد د پاليسيو محصول بولي او زياتوي، چې له دې لارې اسلام‌اباد له نړيوالو د فنډ راټولولو په هڅه کې دی.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« په دغو بهانو باندې یې د افغانستان جغرافیه یې د تروریزم ښه بستر او طالبان یې د تروریزم پالونکي معرفي کړل او غواړي چې په دغه جګړه کې له غربي نړۍ پوځي او اقتصادي مرستې ترلاسه کړي، ترڅو وشي کولی خپلو موخو ته د غربي نړۍ په پیسو او همکاریو باندې ورسېږي.»  

ځينې نور بيا وړانديز کوي او وايي، که مسکو پر رښتيا هم په سيمه کې د ثبات له ټينګښت سره همکاري کوي، نو اسلام‌اباد دې د ترهګرو ډولو له تمويل او تجهيز را وګرځوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« دوی ته مالومه ده چې داعش اوس په پاکستان کې مرکزونه لري، هلته تموېل کېږي، هلته روزل کېږي، نو ځکه خو ده (البرټ خوریف) چې کومه خبره کړې، پر بنسټیز لحاظ همدا خبره ده. اوس دوی وېره لري چې داعش په پاکستان کې روزل کېږي، که چېرې افغانستان ته په هماغه ځواک باندې راشي، نو د دې امکان شته چې منځنۍ آسیا ته زیان ورسوي.»  

شنونکي وايي، د روسيي په ګډون یو شمېر هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ښايي رېښتنې نه وي او له پاکستان سره په دې برخه کې د دوی کېدونکې مرستې بېرته د ترهګرۍ پر تمويل لګول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist