Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې او د منځنۍ آسيا هېوادونو د افغانستان اقتصادي وضعيت بحراني بللی

اروپايي ټولنې او د منځنۍ آسيا هېوادونو د افغانستان اقتصادي وضعيت بحراني بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/09

د آستانه ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسيا هېوادونو استازي د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شپږمې ګډې ناستې په لړ  کې سره جرګه شوي او د خپلو شريکو مسايلو ترڅنګ یې د افغانستان پر وضعیت هم هر اړخيز بحث کړی.

راپور کې ویل شوې، دوی د افغانستان اقتصادي وضعيت بحراني ياد کړی او له همدې کبله يې پر ياد وضعيت اندېښنه ښودلې. د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسيا هېوادونو استازو ويلي، اکثريت افغانان له لوږې سره مخ دي او نړيوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، يادو استازو وړانديز کړی چې د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه کولو لپاره اړتيا ده چې د دې هېوادونو له لوري له کابل سره سوداګريزه همکاري زياته شي.

د تاجېکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي: « د ناستې ګډونوالو د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په فيبرورۍ کې له ترسره شوې ناستې راهيسې په افغانستان کې د ټولنيزو اقتصاد او سياسي پرمختګونو او همدارنګه له افغانستان سره د مرستې لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د تګلارو په اړه نظرونه تبادله کړل.»

د نړیوالو اړیکو شنونکي هم له افغانستان سره د هېوادونو سوداګريزې همکارۍ او بشري مرستې مهمې بولي او زياتوي،د يادو همکاريو د دوام په صورت کې اقتصادي وده يقيني کېدای شي.

 دوی له سرپرست حکومته هم غواړي چې د عامو افغانانو د ستونزو حل لپاره دې د نړيوالې ټولنې باور ترلاسه کړي.

د نړيوالو اړيکو شنونکی نجيب الرحمان شمال وايي: « له افغانستان سره د همکارۍ پر لارو یې ټینګار کړی. زه هیله لرم دغه هېوادونه له افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې له اقتصادي پلوه مرسته وکړي؛ ځکه چې اقتصادي همکارۍ او بشردوستانه مرستې پر رسمیت پېژندلو پورې هېڅ تړاو نه لري، خو کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې او دغه راز د افغانستان له خلکو سره د مرستې په موخه ګټه ورسوي. زه تمه لرم چې د سرپرست حکومت چارواکي د نړیوالې ټولنې د باور جلبولو او ترمنځ شته ستونزو د هواري لپاره زمینه برابره کړي.»                       

د اقتصادي چارو شنونکي بیا د افغانستان وضعيت او په ځانګړې توګه اقتصادي وضعيت په تړاو د هېوادونو له لوري بحثونه ګټور ګڼي او زياتوي، د يادو بحثونو په پایله کې له افغانستان سره په سوداګريزه برخه کې کېدونکې همکارۍ مشترکات زياتولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصير رشتيا وايي: « زه فکر کوم، هر څومره ډېر چې افغانستان د نړۍ او سیمې هېوادونو د خبرو په محراق کې ځای ولري، دا د افغانستان پر ګټه ده او په ټولیزه توګه کولی شي د غوره ستراتیژیکو اقتصادي او سیاسي اړیکو سبب شي. نو، هرڅومره ډېر چې موږ د سیمې او ګاونډ له هېوادونو سره راکړه ورکړه ولرو، هم د لګښتونو له پلوه ارزانه تمامېږي او هم د صادراتو او وارداتو په چټکتیا کې مرسته کولی شي.»          

د افغانستان اقتصادي وضعيت په تړاو د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسيا هېوادونو اندېښنې داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ دا مهال شاوخوا ۲۴ ميليونه افغانان له لوږې سره د مخ کېدو له امله بشري مرستو ته اړتيا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist