Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ډبرلیکنې هنر د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی

هرات کې د ډبرلیکنې هنر د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/04

ډبرلیکنه یا کتیبه لیکنه د افغانستان یو لرغونی هنر دی او په ځانګړي ډول هرات کې له ډېرې پخوا راهیسې دود و، خو اوس  د دې هنر یوازې دوه هنرلرونکي کسان پاتې دي.

د کتیبه لیکنې دا هنرمندان اندېښمن دي چې تر دوی وروسته به دا هنر ښايي ومري؛ ځکه د دوی په باور، هرات کې څوک نه دي پاتې چې دا هنر پر مخ یوسي.

نوید احمد صبري د هرات په لوی جامع جومات کې د کتیبه لیکنې یو هنرمند دی او۵۰ کاله یې په دې برخه کې تېر کړي.

 صبري وايي، که سرپرست حکومت  ورسره همکاري وکړي، کولی شي د دې هنر د ژوندي پاتې کېدو لپاره نوي ځوانان وروزي.

هغه زیاتوي: « زما عمر شاوخوا ۶۰ کاله دی او ۵۰ کاله کېږي چې خوشنویسي مې پيل کړې ده او په دې ۵۰ کالو کې مې د خطاطۍ ډول ډول کارونه ترسره کړې دي. د جوماتونو له کتیبه لیکنې نیولې تر قرآن لیکنې، خطاطۍ، لوحه لیکنې او دېته ورته نورو کارونو پورې.» 

هرات کې د کتیبه لیکنې بل هنرمند علي محمد صبوري دی. نوموړی له  تېرو ۳۷ کالو راهیسې د کتیبه لیکنې په برخه کې کار کوي او وايي، د تېر حکومت ورستیو کلونو کې دې هنر ته د پاملرنې کمېدو له امله کتیبه لیکونکي له یاد هنره لاس په سر شول.

صبوري زیاتوي: « حکومت باید له هر هنر لا ډېر ملاتړ وکړي. لکه څرنګه چې خطاطي له پخوانیو استادانو موږ ته په میراث پاتې ده، له موږ باید نورو ته په میراث پاتې شي. نور کسان باید راشي او وګوري چې دولت له دې هنر ملاتړ کوي، ترڅو هغوی لېوالتیا پیدا کړي، په دې کار مصروف شي او په دې سره دغه هنر ژوندی پاتې شي او لا وده وکړي.»

د هرات لوی جامع جومات کتیبو د تېرو زلزلو له امله سخت زیان لیدلی و، خو مسوولین وایي، ۵۰ سلنه زیانمنې شوې کتیبې یې بېرته رغولې دي.

د هرات جامع جومات کې د کاشي صنعت عمومي مدیر امید نیکنام وايي: « تر اوسه پورې مو ۵۰ سلنه کتیبې ترمیم کړې دي او ۵۰  سلنه پاتې نورې به هم د کتیبه جوړونې مدیریت په همکارۍ د خپل لایق او تجربه لرونکي ټیم په وسیله ترمیم کړو. په دې سره به د هرات جامع جومات خپله ښکلا او لومړنی حالت بېرته خپل کړي.»

په همدې حال کې، د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د کتیبه لیکونکو د ملاتړ او کتیبه لیکنې هنر په ګډون د ټولو اسلامي او لرغونو هنرونو بیا را ژوندي کولو لپاره هڅې کوي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر حمیدالله غیاثي  وايي: « موږ هڅه کوو ترڅو دغه هنر او همدارنګه هغه نور ظریف هنرونه ژوندي او خوندي وساتو چې د ځینو لرغونتوب د اسلام لومړیو ته رسېږي او موږ ته د فرهنګي میراث په توګه پاتې دي.»

د هرات جامع جومات کتیبه لیکونکي په داسې حال کې د دې هنر د زوال او د هنرمندانو د کمښت په اړه اندېښنه څرګندوي چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا، د دې ولایت لوی جامع جومات ۴۰سلنه برخه د کتیبه لیکنې له کاشیو جوړه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist