Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې ۱۰۳ کلن سړی د پوستین ګنډلو پر لاسي صنعت بوخت دی

هرات کې ۱۰۳ کلن سړی د پوستین ګنډلو پر لاسي صنعت بوخت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/19

غلام حیدر د خپل عمر۱۰۳ کلنه اوږده لاره وهلې خو د لارې په پای کې هم د ځوانۍ کسب ته وفادار پاتې دی او په خپلو کمزورو لاسونو یې د پوستين(څرمنې) ګنډلو صنعت ژوندی ساتلی.

غلام حیدر وايي، د پوستین ګنډلو هنر د ده په رګ رګ کې ځای لري او نږدې د هرې ورځې ملګری يې دی.

د هغه لاسونه او ګوتې چې له تېرو ۱۰۰ کالو راهیسې یې د وختونو دروند پېټی پورته کړی، لاهم په حیرانوونکي مهارت سره په ستن کې تار پېیلی شي.

پوستین ګنډونکی غلام حیدر وايي: « زه له خپل مسلک سره دومره مینه لرم، که قبر ته هم څوک پوستکی راوړي، را جګېږم او کار پرې کوم. که عشق او علاقه نه وي، کار نه شو کولی. زه لاهم په مینه او علاقه خپل کار ته ادامه ورکوم.»

د غلام حیدر په کار ځای کې د پوستینونو ښایسته او رنګارنګ بېلګې د یوې اوږدې کیسې ښکارندويي کوي.
نوموړي په ماشومتوب کې له خپل پلاره دغه هنر زده ‌کړی.

 که څه هم حید په ژوند کې خورا سختۍ لیدلې دي، خو هېڅکله یې خپل هنر ته شا نه ده کړې.

هغه په خپل عمر کې شاواخو ۵۰۰  شاګردان هم روزلي او غواړي دغه هنر راتلونکو نسلونو ته هم پاتې شي.

هغه  زیاتوي: « زما له لاسه ۵۰۰ تنو ښځو او نرانو کار زده کړی. په دې کې زموږ د کورنۍ غړي، بچیان، یتیمان او پردي شامل دي. زه دومره خیرخواه سړی وم چې هرڅوک به راغلل، ما له ځان سره نیول او کار مې ور زده کاوه. یو دوه کاله به یې ماسره کار وکړ او بیا به مې رخصت کړل.»

محمد اکبر د غلام حیدر زوم دی. ده هم د پوستین ګنډلو هنر له خپل خسر زده ‌کړی او ۳۸ کاله کېږي چې د پوستین پر ګنډلو بوخت دی.

هغه وایي، اوس مهال په هرات کې ماشیني توکو له پوستین د جوړو شویو توکو ځای نیولی او دغه لرغونی هنر يې د ورکې له ګواښ سره مخ کړی.

پوستین ګنډونکی محمد اکبر وايي: « زه ځکه پوستین ګنډلو ته ادامه ورکوم چې نور څوک په هرات کې نه دي پاتې. یوازې همدا بابا بزرګ دی، خو اوس دا هم بوډا شوی. زه بیاهم ادامه ورکوم ترڅو دا هنر له منځه لاړ نه شي.»

بله خوا، د هرات ځایي مسوولین بیا د لرغونو لاسي هنري صنایعو بیا را ژوندي کولو په برخه کې د هڅو ډاډ ورکوي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتور او هنر آمر حمیدالله غیاثي وايي: « د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او په ټولیزه توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تل له هنرمندانو او د لاسي صنایعو له شاغلانو جدي ملاتړ کوي. په دې برخه کې چې هرڅه کار او مرسته زموږ په وس پوره وي، نه یې سپموو.»

غلام حیدر د خپل هنر له لارې خپل ژوند ته هم ښکلا بښلې او وايي، د عمر پوخوالی پر شوق او له کار سره د انسان پر علاقې اغېز نه کوي. د ده په خبره: «چې زړه دې ځوان وي، نو ژوند تل نوې مانا لري.»

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist