Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ضعیف: د اسلامي امارت په اړه د سیمې او لویدیځې نړۍ سیاسي لید لوری د تغییر په حال کې دی

ضعیف: د اسلامي امارت په اړه د سیمې او لویدیځې نړۍ سیاسي لید لوری د تغییر په حال کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/26

په پاکستان کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې پرمهال سفیرعبدالسلام ضعیف له شمشاد سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان پر وړاندې د امریکا دریځ نرم شوی او په خبره یې اوس امریکا د اسلامي امارت په تړاو په سیاسي برخه کې خپل لید لوری بدل کړی.

ضعیف جګړه د یو لوري پر ګټه هم نه بولي او ټینګار کوي چې سیمه ییز ثبات د ټولو هېوادونو ګټې خوندي کوي.

هغه په دې اړه وايي: «  دوی اوس په هغه موقف کې نه دي چې دوښمني وکړي، دوښمنان خو یې دي، اوس یې هم تعرفوي په دوښمن او تروریست باندې؛ خو دوښمنۍ په هغه حد کې نه ده، لکه په خوا چې وه. د افغانستان ثبات د  اوس لپاره د نړیوالو پر ګټه دی، د سیمې پر ګټه دی، د افغانستان خو پر ګټه دی. په افغانستان کې ستونزې او جنګ شروع کېدل، دا د نړیوالو پر ګټه نه دي؛ ځکه هغوی په هرځای کې چې جنګ وي، دوی بیا یو اړخ نیسي.»

ضعیف له نړیوالو سره د رسمي اړیکو پیاوړتیا لپاره د قانون موجودیت ترڅنګ د سیاسي ستراتیژۍ جوړېدل مهم ګڼي او زیاتوي، د قانون او ستراتیژۍ په شتون کې به نړیوالو سره د ستونزو د حل لپاره زمینه برابره شي. 

ضعیف زیاتوي: « داسې یو قانون باید وي چې هغه هم ملي وثیقه وګرځي او هم د شرعي نظام ثبوت او تایید لپاره را وړاندې شي او ملت یې تر شا ودرېږي. دویم، هغه یوه ستراتیژي ده. ستراتیژي جوړول یو مسلکي کار دی. ستراتیژي د دې لپاره ده چې موږ په عمق د مسالې باندې وپوهېږو، په عمق د مشکلاتو باندې پوه شو، په عمق د مشترکانو باندې وپوهېږو، په عمق د غوښتنو یا تشویشونو باندې پوه شو. دا که په سیمه کې وي، که په نړۍ کې وي د دې ټولو هغه شیان باید موږ ته مالوم شي، بیا هغه د ستراتیژۍ موافق موږ څنګه کولی شو چې له هغوی سره ځان عیار کړو. دغه دوه شیان خپله زموږ په هېواد کې زه خپله داسې بولم چې موږ نیمګړتیا لرو او دا باید پوره شي.»

عبدالسلام ضعیف پر پاکستان تور پورې کوي چې د ترهګرو ډلو د روزولو لپاره يې له لوېدیځ پیسې ترلاسه کړې او غواړي چې په سیمه کې د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره کار وکړي.

ضعیف وویل: « دا چغې او په ملګرو ملتونو کې تر ۸۰ زیات شکایتونه ثبول د دې لپاره دي چې ځان مظلوم وښيي او موږ ظالمان وښيي. ګټه یې څه شی ده؟ یا تشویش څه دی؟  دوی ولې دا کار کوي؟ یو، له امریکا او اروپا او هغو هېوادونو پروژې اخیستل چې وايي دلته تروریزم دی، دلته د تروریزم فعالیت دی، دلته بلا را روانه ده، د دې لپاره دا غټوي چې نړۍ ووېروي چې دلته هم یو خطر دی او دوی باید د پاکستان مرسته وکړي، پاکستان تقویه کړي، پاکستان ته پیسې ورکړي او نظام پر پښو ودروي، د دې لپاره یې کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي و، په ډیپلوماسۍ کې باید د هېواد  لوړې ګټې په پام کې ونیول شي.
د متقي په خبره، په هېوادونو کې د ۲۴ سیاسي استازولیو بېرته ترلاسه کول له زغم او حوصلې څخه ډکې هغې ډیپلوماسۍ پایله ده چې په تېرو درېیو کالو کې یې غوره کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist