Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د مسګرۍ صنعت د لمنځه تللو په حال کې دی

کندهار کې د مسګرۍ صنعت د لمنځه تللو په حال کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/31

د کندهار ښار ارګ سیمې مشهور ټک ټک بازار کې یو مهال د مسګرۍ لسګونه دوکانونه وو، خو اوس یوازې دوه دوکانونه فعالیت لري.

۷۵ کلن محمد آصف د تېرو شاوخوا ۶۰ کلونو راهیسې د مسګرۍ پر صنعت بوخت دی او دغه صنعت له پلاره په میراث ورپاتې دی.

د آصف په خبره، یوازې د ده دوکان له پخوانیو هغو پاته دی او نور ټول لمنځه تللي.

آصف زیاتوي:« دېګونه، کاسې، پيالې او نور په لاس جوړ شوي مسین توکي راسره شته دي. دلته زما دوکان کې، چې څه ګورئ، دا ټول له مسو جوړ دي. پخوا حتا د چایو کاشوغې هم له مسو جوړېدې،خو اوس یې ټغر په ټولېدو دی. مسین توکي ګران دي، له همدې امله یې څوک نه شي اخیستلی.»

د محمد آصف د دوکان ترڅنګ د محمد هادي دوکان هم فعال دی، خو دی یوازي له ۱۰ کلونو راهیسي د مسګرۍ پر صنعت بوخت دی.

محمد هادي وايي، په دوکان کې بېلابېل ډوله د مسو جوړ لوښي لري، خو اوس د پخوا په څېر بازار نه لري او ډېر کم مینوال يې شته.

هادي زیاتوي: « کله چې پلاسټیکي او نېکلي توکي راغلل، زموږ بازار ورسره سوړ شو. پخوا چې لوښي مسین وو، ناروغۍ هم کمې وي، نه د زړه حمله وه او نه د وینې فشار؛ خو له پلاسټیکي توکو سره ناروغۍ هم زیاتې شوې. ځینې ناروغان راشي، بیا موږ پیاله یا دېګ ورجوړ کړو، ترڅو پرهېزانه په کې وخوري. زموږ صنعت په ورکېدو دی، بس همدا دوه دوکانه پاتې دي.»

لرغون پوهان وايي، کلونه مخکې په کندهار کې لسګونه د مسګرۍ دوکانونو موجود وو او تولید شویو توکو يې هم ښه بازار درلود، خو د عصري وسایلو په زیاتېدو او د اقتصادي ستونزو په ډېرېدو سره اوس د لمنځه تللو له خطر سره مخ دی.

د دوی په خبره، دغه ډول صنایع، چې زیاته تاریخي مخینه لري، باید ساتنه يې وشي او لا پياوړي شي.

د کولتوري چارو کارپوه استاد حیات‌الله رفیقي وايي: « له بدغه مرغه د مسګرۍ صنعت د بیا راژوندي کولو او پراختیا لپاره موږ هېڅ هم نه دي کړي؛ په دې برخه کې هېڅ لاسوند نه لرو. له مسو جوړ شوي توکي ګران دي حال دا، چې په بازار کې شته توکي تر هغو ډېر ارزانه ورکوي.»

د کارپوهانو په خبره، له ډېرو کلونو راهیسې مسګري، آهنګري او د شيشې جوړونې صنعتونو ته پاملرنه نه ده شوې او دا ټولې صنایع د ورکېدو په حال کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist