د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لومړي ځل لپاره په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړه.
له امریکا پرته د امنیت شورا ټولو غړیو یاد پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړې او له ښکېلو لوریو یې غوښتي، چې سملاسي اوربند په اړه عملي ګامونه واخلي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیوګوتېریش پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نور باید په غزې کې د اسرائیلو جګړه پای ته ورسېږي او په خبره يې فلسطیني او اسرائیلي چارواکي دې د خبرو له لارې د دغه ښار کړکېچ حل کړي.
هغه زیاته کړې:« له اوږده انتظار وروسته مو په غزې کې د سملاسي اوربند پرېکړهلیک تصویب کړ. غوښتنه دا ده، چې بېړنی اوربند رامنځته او برمته کسان ازاد شي. همدارنګه دغه پرېکړهلیک عملي او ناکامۍ هېرې شي.»
له دې سره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له لوري په غزه کې د اوربند نافظېدو په اړه د چمتویو شوي پرېکړه لیک له تصویب کېدو هرکلی کړی.
دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د حماس او فلسطین له هغه دريځ ملاتړ کوي، چې د غزې په تراړه کې تل پاتې اوربند، د اسرائیلي ځواکونو وتل او د بشري مرستو په رسولو کې مرسته وکړي.
بل پلو امریکايي چارواکو، چې پخوانی درېځ یې بدل کړی او د منفي رایې پر ځای یې په غزه کې د اوربند په اړه خپل چمتویو کړې پرېکړهلیک ته سپينه رایه کارولې ویلي، دا رايه يې په دې خاطر ورکړې، چې په پرېکړهلیک کې د حماس غندنه نه ده شوې.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه هېواد استازې لېنډا توماس ګرېنډفیلډ ویلي، نړیواله ټولنه باید پر حماس ډلې فشار راوړي څو یرغمل شوي کسان ازاد کړي.
هغې زیاته کړې:« که چېرې حماس ډله د یرغمل شویو کسانو لومړۍ برخه ازاده کړي، په غزې کې به سملاسی اوربند رامنځته شي او له نړیوالې ټولنې غواړو، څو پر حماس ډلې فشار راوړي، چې یرغمل کړي کسان ازاد او د مخامخ خبرو لپاره يې حاضر کړي.»
بلخوا داسرائیلو لومړي وزي بینیامین نتیاهو ویلي، د امنيت شورا پرېکړهليک ته د امریکا سپينه يا ممتنع رايه به له حماس سره د اسرائيلو جګړې او همدارنګه د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو هڅو ته زيان ورسوي.
هغه زیاتوي:« د امریکا رایه حماس ته هیله ورکوي، چې نړیوال فشار به دوی ته اجازه ورکړي، چې د یرغمل کړو کسانو له خوشي کولو پرته اوربند وکړي. روسیې او چین چې د اسرائیلو د بریدونو خلاف دي، دې پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړې.»
ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې وخت کې په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړهلیک تصویب کوي چې تازه د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۵۰ زیات فلسطینيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.