Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

ګوترېش: ښځې هر ځای د خوندي او باعزته ژوند حق لري

shamshadnews by shamshadnews
2023/08/01

د اسلامي امارت تر چتر لاندې د نجونو زده‌کړې او پر ښځو د کار بندیز هغه مسله ده چې د نړيوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ کشاله ګرځېدلې.

نړيوالې ټولنې او په تېره امریکایي چارواکو په ځلونو له سرپرست حکومت غوښتي، چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار کولو بندیزونه لرې کړي ترڅو د افغان مېرمنو او نجونو اساسي حق پر ځای شي.

تازه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترېش پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، ښځې هر ځای د خوندي او باعزته ژوند حق لري او د ياد قشر د اساسي حقونو خونديتوب لپاره به هڅو ته دوام ورکړي

هغه زیاته کړې:« ښځې او نجونې په هر ځای کې د عزت او وقار سره د ژوند کولو مستحقې دي. موږ به هېڅ کله تسلیم نشو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د دوی بنسټیز بشري حقونه په هر ځای کې ساتل کیږي.»

خو د ښځو د حقونو فعالان پر دې باور دي، چې د اسلامي امارت له لوري ښځو ته د حقه حقونو ورکړه د شعار تر حده ده او په خبره يې په عمل کې دا څه نشته، چې د ښځو او نجونو د حقونو تحقق دې تضمين کړي.

شاوخوا ۶۷۰ ورځې کېږي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ منعه شوي دي.

دې مودې ته په پام يو شمېر نجونې  بیا وایي، د ښوونځیو له تړل کېدو سره یې هیلې له لاسه ورکړي او له اسلامي امارت غواړي چې زده‌کړو اجازې ترلاسه کولو په بدل کې د هر ډول حجاب مراعت کولو ته تيارې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر ډېره تامین شوي او په خبره یې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو لپاره د مناسب چاپیریال رامنځ ته کولو په هڅه کې دي او ډېر ژر به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېستل شي.

مجاهد زیاتوي:« باید ووایو چې افغان مېرمنې اوس هم با وقاره ژوند کوي، عزت یې خوندي شوی دی، د تجاوزونو مخه نیول شوې، دوی ( ښځو) ته د یوه ارزښتمن موحجود په سترګه کتل کېږي. د زده کړو او کار پر موضوعاتو یې هم کار روان دی.»    

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې د اسلامي امارت ځينو چارواکو ويلي ول، چې د عصري علومو زده‌کړه فرض نه ده او یوازې يې د دیني علومو زده‌کړې پر نر او ښځې فرض بللې وې، چې دې څرګندونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه وپارول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist