Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف: افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۸.۸ میلیونو ته لوړ شوی

یونېسف: افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۸.۸ میلیونو ته لوړ شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/08

که څه هم بهرنیانو او نړیوالو ادارو خپلې مرستې نه دې بندې کړې او تر دې دمه میلیاردونه ډالر بشرې مرستې شوي، خو په افغانستان کې د فقر کچه کې کموالۍ نه دی راغلې بلکې ورځ تر بلې زیاتیږي.

تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د روان کال د مې میاشتې راپور خپور کړی او ویلي دي د اړمنو افغانانو شمیر له ۲۸.۳ میلیونه څخه ۲۸.۸ ته لوړ شوی دی چې ډېری یې ماشومان دي.

د راپور یوه برخه:« افغانستان کې د اړمنو کسانو شمیر له ۲۸.۳ میلیونه  څخه ۲۸.۸ میلیونه ته لوړ شوی دی چې یوازې ۱۵.۲ میلیونه یې ماشومان دي. د دې ترڅنګ ۸۷۵ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د خوارځواکۍ درملنې ته او ۱۷.۶ میلیونه  نور کسان روغتیایي برخه کې مرستو ته اړتیا لري.»

راپور کې ویل شوي چې د ګرمۍ د زیاتیدو له امله ناروغۍ هم زیاتې شوي او دا چې دوی وکولی شي دې برخه کې مبارزې ته دوام ورکړي او د ناروغیو د خطرونو مخه ونیسي پراخو مرستو ته اړتیا لري.

د راپور یوه برخه:« لکه څرنګه چې هوا ورځ تر بلې ګرمیږي نو د اوبو د اسهال پيښې هم زیاتې شوي دي چې ډېری ماشومان یې اغیزمن کړي دي. دې برخې کې بېړنیو مرستو ته اړتیا  ده، ترڅو د روغتیا، اوبو او حفظ الصحې برخو کې د خطرونو د زیاتوالي مخه ونیول شي.»

د یونېسف په راپور کې وړاندې ویل شوي چې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۲۰۲۳ کال کې له یو نیم میلیارد ډالرو زیاتو مرستو ته اړتیا لري خو تر دې دمه یې یوازې ۶.۱۱ سلنه مرستې تر لاسه کړې دي.

د راپور یوه برخه:« دا چې یونېسف وکولی شي خپلو مرستو ته دوام ورکړي نو ۲۰۲۳ کال کې یو میلیارد او ۶۵۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې د دې مرستو یوازې ۶.۱۱ سلنه یې تر دې دمه تر لاسه شوې دي.»

یونېسف داسې مهال دا راپور خپور کړی چې تازه یې ویلي د جاپان حکومت ورسره ۱۰ میلیونه ډالر مرسته کړې چې د شااوخوا ۷۱ زرو افغانانو ته د زده کړو برابرولو لپاره به یې ولګوي.

یونېسف ویلي، اوس مهال د لومړنیو ښونځیو له زده کوونکو ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له زده کړو بې برخې دي.

 باور دا دی چې بشري مرستې دایمي ستونزي نه شي حل کولی او باید د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره په سترو پروژو کار وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist