Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شانګهای همکاریو سازمان ناسته: ګډونوالو له افغانانو سره پر بشري مرستو ټېنګار وکړ

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته: ګډونوالو له افغانانو سره پر بشري مرستو ټېنګار وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/05

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته د سه شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۲ کال د چنګاښ پر ۱۳ مه» په انلاین ډول ترسره شوه چې تر ډېره یې تمرکز په سیمه کې پر ترهګرۍ او له امله يې د احتمالي ګواښونو پر پراخېدو وه.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي چې د دې ناستې کوربه‌توب او مشري کوله، په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ له امنیت سره تړلی وباله او له ترهګرۍ څخه د احتمالي ګواښونو د مهار په برخه کې یې له افغانستان سره پر مرستو او ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

مودي زیاته کړه:« د افغانستان وضعیت د شانګهای همکاریو  سازمان د ټولو غړو له امنیت او ثبات سره نېغه اړیکه لري. هند د دې سازمان د نورو غړو په څېر د افغانستان په تړاو ورته اندېښنې او تمې لري.  موږ باید د افغانانو سوکالۍ لپاره ګډې هڅې وکړو… دا ډېره اړینه ده چې د افغانستان خاوره د ګاونډ او سیمې هېوادونو ته د مزاحمتونو او د سخت دریځۍ د پراخېدا لامل نه شي.»

که څه هم مودي د کوم هېواد د نوم له اخېستلو پرته د سیمې یو شمېر هېوادونه د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړل او د شانګهای همکاريو سازمان له غړو یې د هغو هېوادونو پر وړاندې د جدي ګامونه پورته کولو غوښتنه وکړه، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له لارې د سیمې او نړې امنیت ګواښي.

هغه زیاته کړې:« ترهګري د سیمې او نړۍ امنیت ته لوی ګواښ دی. موږ باید له دې پدیدې سره په ګډه مبارزه وکړو.  په سیمه کې ځینې هېوادونه ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ورکوي او دا ترهګرې ډلې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د یوې الې په توګه کاروي. د شانګهای همکاریو سازمان غړي باید پر دغه ډول ترهګرپالو هېوادونو له نیوکو څخه زړه نا زړه نه شي.»

په داسې حال کې چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د نړۍوالې ټولنې له لوري په مسلسل ډول د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن شوی، اوس هم پرې له همدې امله نيوکې دوام لري.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف بیا دې سرمشریزې ته په وینا کې د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل، چې د ترهګرۍ د مهار او ورڅخه استفادې مخنیوي په برخو کې جدي ګامونه پورته کړي.

شریف زیاته کړه:« په ورته مهال سرپرست حکومت باید په دې برخه کې چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ په برخه کې د هېڅ وسله والې ډلې په ګټه نه کارول کیږي؛ باید جدي ګامونه پورته کړي. یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان نه یوازې دا چې په اقتصادي برخه له افغانانو سره مرسته کوي، بلکې په سیمه کې د شانګهای همکاريو سازمان د ریښتینې اقتصادي ظرفیت د لوړوالي او د نړیوالې سولې او امنیت په برخو هم مرسته کولی شي.»

د شانګهای همکاریو سازمان ۲۳مه ناسته کې غړي هېوادونه داسې مهال له افغانستانه د ترهګرۍ د پراخېدا په برخه کې اندېښنې څرګندوي، چې د سرپرست حکومت هېڅ یوه غړي ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

له همدې کبله شنونکي د څارونکي غړي هېواد په توګه د افغانستان پر نه ګډون نیوکې کوي  او وايي هره هغه ناسته کې چې د سرپرست حکومت استازي ګډون ونه لري؛ محسوسو پایلو ته یې خوشبینې پیکه ده.

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته چې د هند په کوربتوب ترسره شوه، په کې ګډونوالو د نورو اړینو مسایلو سربېره له افغانستان سره د نړۍ پر رغنده تعامل ټینګار وکړ او د نړۍ له لوري له افغانستان سره د بشري مرستو پرکموالی یې نیوکې وکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist