Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت مشر: له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/25

د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د لوی اختر رارسېدو په مناسبت په یوه پيغام کې ولس ت د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې او رغنده سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

د پیغام یوه برخه:« اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې او رغندې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.»

اخوندزاده په اختریز پیغام کې ویلي، د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او پر وینا یې نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي  یا ورته لارښوونې وکړي.

د پيغام یوه برخه:« څرنګه چې موږ د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، همدا ډول نوروته هم اجازه نه ورکوو چې په هېڅ بهانه او عنوان زموږ په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه ولري او یا موږ ته لارښونې وکړي.»

شیخ هیبت الله اخوندزاده  د نشه توکو پرضد مبارزه بریالۍ بللې او زیاته کړې یې ده چې د اسلامي امارت په هلو ځلو  د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې.

د پیغام یوه برخه:« د اسلامي امارت د حکیمانه اقداماتو، اخلاص او شفافیت په برکت د اقتصادي سقوط مخه نیول شوې. د هېواد په نږدې تاریخ کې په لومړي ځل هېواد په اقتصادي لحاظ خودکفا شوی دی او د بیارغونې، زراعت، آبیاري، سړک جوړونې، د کانونو د استخراج او نورو برخو کې مهم ترتيبونه پيل او تر لاس لاندې نيول شوي دي.»

بل خوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، له نړۍ  او په ځانګړي توګه ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې مهمې دې او په خبره یې سرپرست حکومت باید په ځینو پرېکړو کې پر تغیر غور وکړي ترڅو د احسنه اړیکو پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړ شي.

له اقتصادي کړکېچ  وېره دا وه چې بشري وضعیت به نور هم خراب کړي خو کارپوهان په دې اند چې حکومت اقتصاد له سقوطه ژغورلی خو د لا پرمختګ لپاره نورو اقداماتو ته اړتیا ده.

د اسلامي امارت مشر په اختریز پیغام کې له پولو  د ساتنې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده هر ډول تعصبات له منځه وړل شوي، د هېواد ملي شتمنۍ لکه ګمرګي او مالیاتي عواید، کانونه،ځمکې، ځنګلونه او نور ملکیتونه چې د ملت مشترک مال دی له شخصي استفادې ژغورل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist