Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان او حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون ا.ا د بشر ضد پر جرمونو تورن کړی

له پاکستانه د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه؛ د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/21

پاکستاني ځواکونو په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په شمول د هغو افغانانو د نيولو او ځورولو لړۍ جاري ساتلې، چې د کار او يا هم د درملنې په موخه تللي.

د بښنې نړیوال سازمان د جون ۲۰ مې د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی، چې ژر تر ژره دې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو خپلسري نیول او ځورول بند کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، دغه افغانان د ځورول کېدو له وېرې له خپل هېواده تښتېدلي، خو هلته هم خوندي پاتې نه دي.

د راپور یوه برخه:« پاکستان حکومت دې د پناه غوښتونکو افغانانو ځورول او په خپله خوښه نیول بند کړي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته ډېری افغانان پاکستان ته تللي، چېرته چې له خپلسرو توقیفونه، نیولو او د اېستلو له ګواښ سره مخ شوي. د ثبت په پروسه کې د ځنډ له امله ډېری هغه یې د ثبت کارتونه نه لري او دغه ځند پاکستاني پولیسو ته د دوی ځورول او له دوی څخه د پیسو شکول اسانه کوي.»

که څه هم په اسلام ‌اباد کې د افغانستان سفارت مسوولینو په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ستونزو حل په موخه له چارواکو سره خبرې کړي، خو  داسې ښکاري چې پر حل يې نه دي توانېدلي او له همدې کبله يې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له سترې کمېشنرۍ د همکارۍ غوښتنه کړې.

پاکستان کې افغانستان سفارت سرپرست  سردار احمد شکیب وايي:« غواړم د پاکستان له خلکو او حکومت څخه مننه وکړم، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې له افغان کډوالو په ورین تندې مېلمه پالنه وکړه. خو له بده مرغه باید یادونه وکړم، چې په دې وروستیو کې افغانان له یو لړ جدي ستونزو سره مخ شوي او پولیس یې په مختلفو پلمو ځای ځای نیسي او ځوروي یې. د پاکستان له حکومته مو هېله دا ده چې د افغانانو د ځورونې مخه ونیسي.»

 د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي، که په پاکستان کې د افغانانو نیول او ځورول دوام وکړي، نه یوازې دا چې پر پاکستان به نیوکې زیاتې شي، ترڅنګ به يې د دواړو هېوادونو پر اړیکو هم منفي اغېز وکړي.

د کډوالو نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې له ۳.۷ میلیون ډېر افغانان مېشت دي چې یوازې ۱.۴ میلیونه هغه یې راجسټر شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist