Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي د ښوونځیو جوړېدو غوښتنه کوي

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي د ښوونځیو جوړېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/20

د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ چي د اسلامي امارت په راتګ سره د ولسواليو په تشکیل کي نوې ولسوالۍ نومول شوې، اوس یې اوسېدونکي د ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، دا ولسوالۍ په تېرو کلونو کي د ګرشک ولسوالۍ اړوند وه چي هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې او زیات شمیر ښوونځي  د ودانۍ جوړیدو او ترمیم ته اړتیا لري.

دوی غوښتنه کوي چې په ولسوالۍ کي دي ښوونځۍ ورته جوړ شي تر څو ماشومان يي له زده کړو برخمن سي.

د نهر سراج ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« له مشرانو مو غوښتنه دا ده چې ښه ښوونځي راته جوړ کړي. موږ بل هېڅ هېله نه لرو، یوازې دې راته په دې ولسوالۍ کې ښوونځي جوړ کړي ترڅو مو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.»

د نهر سراج ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« دا ښوونځي دی، خو ویجاړ دی. له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې ښوونځي راته جوړ کړي.»

د هلمند ولایت پوهني ریاست ممشر مولوي محمد عوض انصاري بیا د نهرسراج ولسوالۍ د خلګو ستونزه پر ځای بولي او زياتوي چي په دغه ولایت کي د تېرو جګړو پر مهال د نهرسراج تر څنګ په یو شمېر نورو ولسوالیو کي ګڼ ښوونځي  یا په بشړه ډول له منځه تللي او یا تخریب شوي چي اوس مهال بېرته رغولو ته اړتیا لري .

د انصاري په خبره، د تېرو ۶ میاشتو په موده کې په دغه ولایت کي  ۱۷ ښوونځي ترمیم شوي، د  ۵۷ نورو ښونځیو کار جریان لري او پلان شته چې په نوي کال کې ۱۰۲ ښوونځي نوري هم ترمیم شي.

انصاري زیاته کړې:« د هلمند ولایت کې تاسو ته مالومات شته دي چې ټول ښوونځي د جګړو پر مهال بمبار شوي، ځېنې ټول ویجاړ شوي او یو شمېر نور بیا ترمیم ته اړتیا لري. موږ دې شپږو میاشتو کې ۱۷ ښوونځي ترمیم کړي، ۵۷ ښوونځي اوس تر کار لاندې دي او پلان لرو چې نوي کال کې ۱۰۲ ښوونځي ترمیم کړو.»

د ښوونځیو د ودانیو ستونزه د سویلي زون په نورو ولایتونو کندهار، زابل او اروزګان کې هم موجوده ده، چې زرګونه زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې او یا هم په نیمه نړیدلو ودانیو کې زده کړې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist