Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بشر حقونو شورا ناسته: ګډونوالو افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه وښودله

د بشر حقونو شورا ناسته: ګډونوالو افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه وښودله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/20

د ملکرو ملتونو بشرحقونو شورا د ناستو په دوام افغانستان کې روان بشري وضیعت او  د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې وغندلې او ژر تر ژره یې د بدلون غوښتنه وکړه.

بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ناستې ګډونوالو ته خپل راپور وړاندې کړ.

بېنېټ په خپل راپور کې  د نجونو زده کړې او  د ښځو کار پرېکړې وغوندلې او له حاکمو چارواکو یې د ژر تر ژره د بېرته اخېستلو غوښتنه وکړه.

بېنېټ زیاته کړې:« د نجونو او ښځو پر وړاندې وروستۍ پرېکړې د ژورې اندېښنې وړ دي، دې ټکو ب د شري حقونو نقض په اړه هم زموږ اندېښنې زیاتې کړي.»

ملګرو ملتونو بشر حقونو شورا کې د اروپايي ټولنې او امریکا استازو بیا ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار حق ورکولو غوښتنه وکړه او  د نجونو پر زده کړو بندیز پرېکړې یې غیر عادلانه وبللې.

د ملګرو ملتونو بشرحقونو شورا کط د اروپايي ټولنې استازی وايي:« موږ افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو حق د ورکړې غوښتنه کوو. په حاکمو چارواکو غږ کوو چې بشرحقونو ته درناوی وکړي او  د ټولو قشرونو حقونو ته ژمن شي.»

د افغان نجونو، ښځو او  بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:« امریکا په افغانستان کې  د ښځو پر وړاندې د طالبانو پرېکړې غندي. غوښتنه کوو چې ټولو ته باید په مساوي توګه خپل حقونه ورکړل شي.»

پاکستان، جاپان او د قطر استازو بیا په افغانستان کې په بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې افغانان باید په داسې حال کې هېر نه شي.

پاکستان د افغانستان د ګنګل شوې پانګې د ازادېدو ترڅنګ  د ښځو کار او نجونو زده کړو اړوند پرېکړو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ژر تر ژره یې د بېرته اخېستلو غوښتنه وکړه.

 د ملګرو ملتونو بشرحقونو شورا کې د پاکستان استازی وايي:« موږ په افغانستان کې بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو. غوښتنه کوو چې د افغانستان کنګل شوې پانګې ازادیدو په اړه هم باید غږ پورته شي.»

د  ملګرو ملتونو بشر حقونو شورا کې د قطر استازې وايي:«  قطر افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري. نړیواله ټولنه باید افغانانو سره همکاریو ته دوام ورکړي. افغانستان کې  د نجونو زده کړو او ښځو کار په اړه د حاکمو چارواکو پرېکړو ته اندېښمن یو او په دې پرېکړو کې باید ژر تر ژره تغیر راشي.»

 د بشرحقونو شورا په ۵۳مه ناسته کې ټولو ګډ‌ونوالو په اسلامي امارت غږ وکړ چې  د ښځو کار او نجونو زده کړو بندیز په اړه خپلې پرېکړو  کې باید ژر تر ژره تغیر راولي.

 یو شمېر نورو بیا بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له افغانستان سره یې د نړیوالې ټولنې په بشري مرستو ټینګار درلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist