Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: د ریچارډ بېنېټ وروستی راپور له واقعیته لرې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/18

 د افغانستان بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ  به خپل هغه راپور د ملګرو ملتونو بشرحقونو ۵۳ ناستې ته وړاندې کړي، چې  د افغان ښځو  او نجونو حالت یې په کې راخیستی.

نوموړي له خپلې کاري ډلې سره یو ځای په خپل راپور کې افغانستان کې ښځې له حقونو محرومې بللې او لیکلي یې دي، چې ښځې په سیستماتیکه توګه له صحنې اېستل کېږي.

 

بېنېټ زیاته کړې:« افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د دوی د تګ راتګ، لباس، چلن، د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسي په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.»

 

راپورکې ځینې موضوعات د سروې په اساس لیکل شوي خو اسلامي امارت د ریچارډ بېنېټ او کاري ډلې راپور پروپاګنډ او له واقیعته لرې بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په راپور کې ځینې موضوعات په لوی لاس غلط تعبیر شوي او هڅه په کې شوې چې د افغانستان انځور غلط وړاندې کړي.

مجاهد زیاته کړې:« د ریچارډ بېنېټ راپور چې ځینې برخې یې موږ وینو او رسنیزې شوې، تر اوسه پورې هغه برخې دي چې لېدل کېږي، ټول پروپاګند دی. د دوی د مالوماتو سرچینې قوې نه وې او یا په لوی لاس غوښتل شوي چې ځینې موضوعات ناسم تعبیر  او راواخېستل شي.»


 د ښځو حقونه، کار، د نجونو زده کړې هغه موضوعات دي، چې د نړۍ او سرپرست حکومت د یوځای کېدو پر وړاندې خنډونه بلل کېږي.

 د سیاسي چارو شنونکي وايي، د  ښځو او نجونو په اړه باید اسلامي امارت په ځینو پرېکړو کې تغیر راولي ترڅو هغه بهانې پای ومومي چې د تعامل او اړیکو خنډ واقع شوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« که دوی ( اسلامي امارت) واقعا غواړي چې له نړیوالو سره تعامل وکړي، نړیوالو سره اړیکې پيدا کړي، نو باید دغه ستونزې حل کړي او اصلاحات راولي، ترڅو نړیوالو ته دغه پلمې ختمې شي. په خواشینۍ سره چې تر اوسه پورې دغه ګونګه فضاء د عامو افغانانو لپاره واضح شوې نه ده. »


 د افغانستان بشرحقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل راپور کې له  ښکېلو هېوادونو او ملګرو ملتونو غوښتي دي چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ورکړې لپاره باید غلي پاتې نه شي.


اسلامي امارت بیا وايي، د شریعت په رڼا کې د ټولو حقونو ورکړې ته ژمن دي او د حقونو تعریف باید ټولنې او ارزښتنو ته په کتو وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist