Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

افغانستان د انساني قاچاق تر ټولو بدو هېوادونو نوملړ کې راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/18

له کلونو راهيسې ډېری افغانان د قانوني لارو ترڅنګ پر قاچاقي لارو بهر  او  په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅې کوي.


که څه هم په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته د تګ موضوع نوې نه ده، خو د انساني قاچاق په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې افغانستان د هغو ۱۱ تر ټولو بدو هېوادونو په نوملړ کې یاد کړی، چې خلک ترې په قاچاقي لارو بهر ته ځي.


په راپور کې ويل شوي، په وروستيو کلونو کې د افغانستان سرپرست حکومت له دې هېواد څخه د انساني قاچاق مخنیوي لپاره هېڅ راز هڅې نه دي کړي او ډېری افغانان په افغانستان کې د حاکم وضعيت له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.


د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۳ کال د انساني قاچاق په اړه راپور کې د افغانستان په ګډون ۱۱ هېوادونه بدترین حالت کې دي. افغانستان په بشپړه توګه د قاچاق له منځه وړلو لپاره هېڅ معیارونه نه دي پوره کړي او طالبانو هم د قاچاق د مخنیوي لپاره د کومې هڅې خبر نه دی ورکړی، نه یې د عامه پوهاوي هڅه کړې او کورنیو چارو وزارت کې د قاچاق پر ضد اداره چې په اصل کې په دې تړاو د قوانینو د عملي کولو مسوولیت لري، تش په نامه یوه اداره ده.»


دغه راپور کې د انساني قاچاق ډېری قربانیان ماشومان ښودل شوي او په کې زياته شوې، چې ياد قرباني ماشومان  یو ډول درنو کارونو ته  اړ کړی شوي دي.

راپور کې وړاندې راغلي،چې د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته، د هغو ماشومانو شمېر ۲۵ سلنه پورته شوی دی،چې درانه کارونه کوي.


د راپور یوه برخه :« د افغانستان د قاچاق ډېری قربانیان ماشومان دي چې دوی غالۍ اوبدنې، د خښتو بټیو، کورنۍ غلامۍ، جنسي قاچاق، د څارویو ساتلو، سوالګرۍ، د کوکنارو کښت، د مالګې کان کیندنې، د نشه‌يي توکو قاچاق، وسلو قاچاق او د لارۍ چلولو لپاره اړ کړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ماشومانو له لوري کار زیات شوی او ۲۵ سلنه ماشومان درانه کارونه کوي.»


په ورته مهال دې وزارت په خپل کلني راپور کې دا هم ویلي، چې په بهرنیو هېوادونو کې افغانان سختو کارونو ته اړ کړل شوي او په ډېرې سختۍ ځان ته کار پیدا کوي، خو له دې وېرې چې ښايي بيا به خپل هېواد ته وشړل شي، چوپ خوله پاتې کېږي.


د  راپور یوه برخه :« افغانان په نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول په  ایران، پاکستان، یونان، ترکیې، اروپايي او خلیجي هېوادونو کې د کرنې او ساختماني چارو په برخه کې اجباري کارونو ته اړ کېږي. دوی هلته د کار موندنې لپاره منځګړو ته پيسې ورکوي او آن د دې لپاره جنسي قاچاق ته مجبورېږي. که څه هم افغانان هلته په  بد وضعیت کې دي، خو خپل هېواد ته د شړلو د  ویرې له امله چوپ پاتې دي.»   


که څه هم امریکا د انساني قاچاق په برخه کې د ۱۱ بدترینو هېوادونو اصلي لاملونه جبري کارونه، ناسم اقتصادي وضعیت، د وسلوالو ډلو فعاليت او ځینې نور یاد کړي، خو شنونکي په افغانستان کې د کډوالی او بهر ته د تلو ستر لامل فقر بولي.

د  اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا  د افغانستان په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا راپور په کلکه ردوي او وايي، د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو سره له افغانستان څخه انساني قاچاق نه  دی زيات شوی.


افغانستان داسې مهال د انساني قاچاق له مخې د بدترینو هېوادونو په قطار کې راځي، چې په دې وروستیو کې افغان کډوال د پاکستان، ایران او ترکیې په ګډون ګڼو هېوادونو کې وهل ډبول شوي، وژل شوي او او په زور بېرته افغانستان ته را ډیپورټ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist