Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ا.ا دې د ولس غږ واوري او غوښتنو ته دې درناوی وکړي

لانګ وار ژورنال: د القاعدې شبکې غړي د ا.ا لخوا په لوړو بستونو مقرر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/14

د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) او نورو ډلو وراخوا، دا ځل په افغانستان کې د القاعدې شبکې د فعال حضور او د سرپرست حکومت په چوکاټ کې يې د ځينو غړو د برحاله دندو لرلو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

 

د امریکا لانګ وار ژورنال مجلې د ملګرو ملتونو تحليلي ملاتړ او د بنديزونو د څار ډلې وروستي راپور له قوله لیکلي، چې افغانستان د نورو ترهګرو ډلو ترڅنګ د القاعدې شبکې لپاره هم پر امن پټنځای بدل شوی او د دې شبکې غړي د سرپرست حکومت پر ځينو کلیدي بستونو کار کوي.

د راپور یوه برخه:« د القاعده ډېری غړي د طالبانو په حکومت کې د مشرانو او کلیدي فعالینو په توګه دندې ترسره کوي. په دوی کې دوه والیان، د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال او په دفاع وزارت کې د روزنې رئیس شامل دي.»

 

د دې ادعا تر څنګ یادې مجلې خپله مقاله کې لیکلي، چې اسلامي امارت د القاعدې غړو ته د میاشتني معاش او لګښتونو د ورکولو ترڅنګ د کورنيو چارو وزارت له لوري، د پاسپورټونو او د تذکرو د ویش لړۍ هم پیل کړې.

 

د راپور یوه برخه:« طالبان د القاعدې غړو ته میاشتنی معاش، مصارف او د افغانستان پاسپورټونه او پېژندپاڼې هم ورکوي چې د پاسپورټونو او هویت کارتونو امر یې د کورنیو چارو وزارت له خوا صادریږي.»

 

اسلامي امارت بار بار د هېوادونو او رسنیو دا ډول راپورونه او ادعاوې بې بنسټه بللي او د لانګ وار ژورنال دا وروستی راپور هم د تېرو ورته هغو په څېر بې اساسه ګڼي او وايي، د حکومت ټول مسوولین افغانان او د اسلامي امارت غړي دي.

 

دا لومړۍ ځل نه دی، چې سرپرست حکومت د چارواکو په تړاو دا ډول راپورونه خپرېږي، بلکې له دې وړاندې هم ګڼو سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې اندېښنه ښودل شوې، چې افغانستان له تیرو څو میاشتو راهیسې د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist