Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زرداري: اسلامي امارت دې له نړۍ او افغانانو سره خپلې ژمنې عملي کړي

زرداري: اسلامي امارت دې له نړۍ او افغانانو سره خپلې ژمنې عملي کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/13

د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري له الجزېرې ټلوېزيون سره په مرکه کې يو وار بيا د افغانستان په اړه د خپل هېواد دريځ روښانه کړی او وايي، چې د افغانستان په اړه يې ليدلوری د نړيوالې ټولنې له دريځ سره يو شان دی.


زرداري له افغانستان سره د نړيوالو پر تعامل ټينګار کوي، خو ترڅنګ يې د افغانستان له سرپرست حکومت هم غوښتي چې د بشري حقونو د تحقق، د نجونو زده‌کړو او د ترهګريزو فعاليتونو په موخه د افغانستان د خاورې نه کارېدو په اړه له نړيوالو او په خپله له افغانانو سره کړې ژمنې پوره کړي.

هغه زیاته کړې:« موږ اوس هم باور لرو چې تعامل حل لاره ده. نه يوازې پاکستان، بلکې ټوله نړيواله ټولنه هم بايد له افغانستان سره تعامل وکړي. ځکه دا زموږ د ټولو پر ګټه ده، چې افغانستان خوندي او باثبات هېواد شي.»


نوموړی د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا د تحريک طالبان پاکستان ډلې فعاليت د افغانستان او پاکستان پر اړيکو اغېز کولی شي؟ وايي، دا بحث د يوې مشاجرې تر حده دی او په خبره يې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، د پاکستان تر حاکميت لاندې سيمو کې ترهګريز بريدونه زيات شوي دي.

زرداري زیاته کړه:« په ځانګړې توګه د تحريک طالبان پاکستان له لوري تهديد يوه مشاجره ده. د کابل له سقوط وروسته موږ په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو په شمېر کې د زياتوالي شاهدان  يوو. موږ په دې اړه د افغانستان له واکمنانو سره په اړيکه کې يو او ترې غوښتي مو دي، چې د داسې ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.»


د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه وايي، خو وړاندې يې ويلي، حکومت له نړيوالې ټولنې سره ژمنې عملي کړي او  اوس وار د نړيوالې ټولنې دی، چې له افغانستان سره ژمنې څنګه عملي کوي؟


اخوا د سياسي چارو شنونکي وايي، هېوادونه د خپلو موخو خونديتوب لپاره د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې له دريځ سره همغږي ښيي او له همدې کبله د سرپرست حکومت سيمه‌ييزو متحدان نه دې توانېدلي، چې د افغانستان حکومت پر رسميت وپېژني.


دوی ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د نړيوال تعامل ترلاسه کولو په موخه پر يو لړ اصلاحاتو لاس پورې کړي.


اسلامي امارت له دې وړاند د رسميت پېژندلو لپاره د ټولو معيارونو د پوره کولو خبر ورکړی دی ، خو نړيوالې ټولنې بيا ټول‌ګډونه حکومت، د بشري حقونو خونديتوب، له افغانستان څخه سيمې او نړۍ ته د ګواښ مخنيوی او ځيني نور موارد د رسميت پېژندنې په موخه د شرطونو په توګه مخته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist