Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ښاري ټکسي موټرو لپاره نوی رنګ وټاکل شو

د ښاري ټکسي موټرو لپاره نوی رنګ وټاکل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/10

له کلونو راپدېخوا په هېواد کې زیړ رنګ ښاري ټکسي موټرو لپاره کارول کېده،خو اوس  د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته به  د ښاري ټکسي موټرو لپاره اسماني رنګ کارول کېږي.


د ټرافیک پولیسو لوی رئیس پاسوال ډاکټر حسیب الله مختار وايي، د ټکسي موټرو مخکینی رنګ په نړیوال کنوانیسون کې ثبت نه و او له دې وروسته به د ښاري ټکسي موټرو هر چلونکی بایمیټریک کېږي.

مختار زیاتوي:«موږ د بین المللي کنوانسیون غړیتوب لرو، په هغو کې د رنګونو مشخص کوډونه دي،چې موږ داسې رنګ او کوډ راخېستی دی،چې هغه تقلیدي نه دی. کوم هېواد  ترې استفاده نه کوي، بلکې واحد دی،چې موږ به ترې په راتلوونکې کې استفاده وکړو.»  


د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال مولوی محمد نبي عمري بیا وايي، ژمن دي،چې خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

عمري ډاډ ورکړ،چې د ښاري ټکسیو لپاره د نوي رنګ ټاکلو وروسته به ۹۵سلنه د جرمونو مخه ونیول شي.

عمري زیاته کړه:« فکر کوم، د دې پر ګټو به ټول هېوادوال پوهېږي،که چېرې موږ د ټکسي موټرو یو مشخص رنګ او نمبر ولرو، نو له دې سره به د ستونزو،ناامنیو او تښتونو پېښې به هم انشاء الله له منځه ځي، که نه په ۱۰۰ کې به ۹۸ سلنه  یا ۹۵ سلنه راټیټې شي.» 


د ټرافیک پولیسو لوی رئیس پاسوال ډاکټر حسیب الله مختار وايي، شااوخوا ۳۰سلنه انتقالات په ښاري ټکسي موټرو کې کېږي،چې تر ډېره جنايي او امنیتي پېښې په همدې ټکسي موټرو کې ثبت شوي دي.


د چارواکو په خبره، د نوي رنګ پلې کېدو چارې به نن چهار شنبه په مرکز او ټولو ولایتونو کې پيل شي او درې میاشتې به دوام وکړي.

دوی زیاتوي،که له ټاکلې نېټې وروسته بیا هم کوم ټکسي موټر  نوی ټاکلی رنګ نه درلود، قانوني چلن به ورسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist