Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کېن ګانګ: له اسلامي امارت غواړو د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي

کېن ګانګ: له اسلامي امارت غواړو د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/08

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د دې هېواد په ګډون د افغانستان او چین درې  اړخېزه ناسته چې د یکشنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د غويي پر ۱۷ مه) پای ته ورسېدوه، د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګانګ، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د هراړخیزو مرستو ترڅنګ له اسلامي امارته غوښتي د ي،چې منځلاره کړنلاره خپله، او له ترهګرۍ سره مبارزه ګړندۍ کړي.


ګانګ له اسلامي امارته په مشخص ډول غوښتي دي،چې د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک چې د د دغه هېواد په سینکیانګ ولایت کې ورانکاري فعالیتونه ترسره کوي او چین یې خپل کورني امنیت او ټیکاو ته لوی ګواښ ګڼي، باید جدي مبارزه وکړي.

ګانګ زیاته کړې:« افغان لوری باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک د ځپلو لپاره باید جدي ګامونه پورته کړي. افغانستان باید په خپله خاور کې د چینایي اتباعو او ډیپلوماټیکو ادارو د خوندیتوب او د امنیت د تامین لپاره باید هڅه وکړي.»


وروسته له هغه چې پاکستان افغانستان کې د ټي.ټي.پي پر وړاندې د عملیاتو د پیل غوښتنه وکړه، د چین تازه غوښتنه شنونکي بې څه نه بولي او وايي اسلامي امارت باید د ترهګرو ډلو د فعالیت اړوند د سیمو او ګاوڼدیو هېوادونو ادعاوو په اړه شواهد او وضاحت غوښتنه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز الله معارج وايي:« دغه ډول ادعاوې،چې ګاونډیان او نړیوال یې کوي،چې ګواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې دي، که طالبان په دې اړه غوڅ دریځ ونه لري او یوه دقیقه اعلامیه ورنه کړي او له هر ادعا کوونکي کره اسناد ونه غواړي او په نړیواله کچه باندې عمل ونه کړي، نو داسې ادعاوې به دوام لري، هر څوک به افغانستان او طالبان ملامتوي،چې ګواکې د ترهګرو ډلو ترشاه  د دوی لاس دی او دا ډلې په افغانستان کې شته دي. مخکې پاکستان دا ادعا کوله،خو اوس چین دا ادعا  کوي.»   


ځینې نور بیا په دې اند دي،چې د ترهګرو ځالې، تمویل او تجهیز په افغان خاورې کې نه؛ بلکې په هغو هېوادونو کې دي،چې په تېر کې یې له همدې لارې خپلې ګټې خوندي کړي او غوښتنه کوي،چې د نړۍ او سیمې هېوادونه باید دا ډول غوښتنې له دغو مشخصو هېوادونو څخه مطرح کړي نه له افغان حکومته.


که څه هم اسلامي امارت په کراتو نړۍ ته دا ډاډ ورکړی دی،چې دننه په افغانستان هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوي،چې خاوره یې پر ضد وکارول شي.


ومو غوښل د دې موضوع په تړاو د اسلامي امارت نظر هم له ځانه سره ولرو،خو له باربار اړیکو سره سره په دې اړه خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist