Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م.م کارپوهانو ډله: افغانستان کې ښځې او نجونې په سیسټماټیک ډول ځپل کیږي

د م.م کارپوهانو ډله: افغانستان کې ښځې او نجونې په سیسټماټیک ډول ځپل کیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/07

د اپریل میاشتې پر ۲۷مه د بشري حقونو په برخه کې  د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکوونکی، ریچارډ بېنېټ او د یاد سازمان کارپوهانو یوه ډله د افغان ښځو او نجونو په ګډون د بشري وضعیت د څېړلو په موخه افغانستان ته راغلل.

هېواد ته د ملګرو ملتونو د یاد پلاوي سفر چې اته ورځې وغځېد، د روانې مې میاشتې په څلورمه نېټه پای ته ورسېد.


د ملګرو ملتونو کارپوهانو یادې ډلې له ستنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تړاو یوه خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیسټماټیک ډول ځپل کیږي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« افغان ښځې او نجونې په سیسټماټیک ډول ځپل کیږي. نړیواله ټولنه د افغان ښځو او نجونو پر حقونو سترګې نه شي پټولی. په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسله او په مهمو قضیو کې د دوی مانا لرونکی ګډون باید د ملګرو ملتونو له لومړیتوبونو وي. له افغان ښځو او نجونو باید د سیاسي مسایلو ترلاسه کولو په برخه کې وسیله ونه ګرځي او له دغو حقونه باید هېڅکله د خبرو اترو او مذاکراتو په لار کې د وسیلې په توګه کار وانخېستل شي.»


خبرپاڼه کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې او په تېره بیا د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ( یوناما) په دفترونو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار د بندیزونو لګول د دې ترڅنګ چې د ښځو د حقونو پر وړاندې د بندیزونو یو بل نوی اقدام بللی، ویلي یې دي چې دغه حکم په افغانستان د ملګرو ملتونو وضعیت له ستونزمن حالت سره مخ کړی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د یوناما په اداره کې د اسلامي امارت له لوري د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز پر دوام په غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز لاپسې سختوي، یاد حکم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار وضعیت له ستونزمن حالت سره مخ کړی  دی.»


د متخصصانو یادې ډلې یو ځل بیا له اسلامي امارت غوښتي دي،چې د ښځو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او په دې برخه کې نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ له طالب چارواکو غوښتنه کوو،چې د بشري حقونود اصولو  مراعت کولو او په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د هر راز تبعیضي چلن د مخنیوي کنوانسیون په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ودریږي او د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ او ساتنې ټولو حقونو ته درناوی وکړي.»


 د سیاسي چارو یو تحلیل کوونکي بیا له اسلامي امارته غواړي،چې د افغاني دود او اسلامي اصولو سره سم افغان نجونو او ښځو ته د کار او زدکړو اجازه ورکړي،ترڅو له یوې خوا په دې برخه کې د نړۍ پلمې ورختمې او له بلې خوا په راتلونکې کې د ورته څرګندونو مخنیوی شوی وي.


د ملګرو ملتونو سازمان یادي ډلې داسې مهال د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې،چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال له رسنیو سره په خبرو کې د ټولګډوڼه حکومت نه رامنځته کېدو، د ترهګرو ډلو شتون ترڅنګ د افغان ښځو او نجونو حقونو ته نه درناوی د رسمیت پېژندنې په لار کې لوی خنډونه بللي.


ومو غوښتل په دې تړاو د اسلامي امارت نظر هم له ځان سره ولرو،خو د راپور تر نشر پورې زموږ اړیکو ته ځواب ورنه کړ،خو اسلامي امارت د افغان ښځو په تړاو د نړۍ دغه ډول څرګندونې تل رد کړي او دا یې د افغانانو کورنۍ مسله یاده کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist