Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دوجاریک: دوحې ناسته کې د ا.ا رسمیت پیژندنې په اړه خبرې نه کېږي

دوجاریک: دوحې ناسته کې د ا.ا رسمیت پیژندنې په اړه خبرې نه کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/30

د  ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د دوحې ناستې اصلي موخه د افغانستان په اړه د یوه دوامداره مخکې تګ لپاره د نړیوال تعامل بیا پیاوړي کول او د ګډو اهدافو لټون دی، نه د  اسلامي امارت رسمیت پيژندنه.

دوجاریک زیاته کړې:« د ناستې موخه د افغانستان په اړه د یوه دوامدارمخکې تګ لپاره د نړیوال تعامل بیا پیاوړي کول او د ګډو اهدافو لټون او یوه ګډ پیغام ته رسیدل دي. لکه د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د مسلې په تړاو، ټول ګډونه حکومت، له ترهګرۍ سره مبارزه، د مخدره توکو قاچاق او یوازې د یو ډول عامې لارې مخته وړل دي. نه لکه څرنګه چې موږ څو ځله له وړاندې ویلي دي، رسمیت  پیژندنه دې ناسته کې د میز د سر اصلي موضوع نه ده.»


دا په داسې حال کې ده، چې شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمینې محمد ویلي ول،چې دوحه کې د انتونیو ګوتیریش پر مشرۍ ناسته کې د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې په تړاو بحثونه کیږي.


د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې  د افغانستان په تړاو داسې بهرنۍ ناستې چې د اوسنیو چارواکو په استازيتوب په کې کوم څوک ګډون ونه لري بې ګټې دي،خو دوجاریک بیا هم ویلي،چې افغانستان کې له  حاکمو چارواکو څخه هېچاته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکول شوې.

دوجاریک زیاتوي:«عمومي سرمنشي چارواکو ته  دې ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.»


وروسته له هغه چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دفترونو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز ولګاوه، داسې خبرونه خپاره شول،چې ګواکي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له افغانستانه وځي.


 د دې موضوع په تړاو دوجاریک ویلي،چې افغانستان کې مرستو رسولو او پاتې کېدو ته ژمن دي او اوس د وتلو نه بلکې د خپل کار د دوام په تړاو بیا کتنه کوي.

دوجاریک زیاته کړې:« موږ افغانستان کې پاتې کیږو، د بشردوستانه اصولو او د ملګرو ملتونو منشور پر بنسټ مرستې رسولو ته ژمن یو. اجازه راکړئ، تاسو ته یادونه وکړم،چې په افغانستان کې سیاسي ماموریت د امنیت شورا لخوا غځول شوی او یوازې د امنیت شورا د دې ماموریت  د غځیدو اهمیت تائید کړی دی.خو دا چې څنګه موږ خپل کار ته دوام ورکړو او مخته یې یوسو، په تړاو یې بیاکتنه روانه ده.»


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب دوحه کې د افغانستان په تړاو ناسته که څه هم راتلونکې دوشنبې او سې شنبې جوړیږي، خو دا چې چاته په کې بلنه ورکړل شوې،څرګنده نه ده.

بل خوا تمه وه،چې اسلامي امارت ته به د ګډون بلنه ورکړل شي او د رسمیت پيژندنې په تړاو به په کې بحثونه وشي،خو د تمې خلاف داسې کومه موضوع نشته او دوجاریک ویلي ،چې ژر به د ګډونوالو نوملړ هم رسنیز کړي.


شریک یې کړې

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist