Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد د واشنکټن پوسټ ورځپاڼې وروستی راپور غیر موجه بللی

خلیلزاد د واشنکټن پوسټ ورځپاڼې وروستی راپور غیر موجه بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/27

د ترهګرۍ په ځاله د افغانستان د بدلېدو په تړاو پنټاګون ته منصوب اسناد،چې واشنګټن پوسټ  نشر کړي، پراخ غبرګونونه لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازيزلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه دغه راپورغیر موجه بللی.

خلیلزاد زیاته کړې:« څو ورځې وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي ول،چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شوی دی. دوی دا قضاوت د پنټاګون د یوه افشا شوې سند پر اساس کړی وه، خو دغه احساس پاروونکې مبالغه غیر موجه ده.»

خلیلزاد د امریکا دفاع وزارت  دغه افشا شوی سند،چې افغانستان په کې د داعش د همغږۍ ځاله بلل شوې وه او امریکا او د هغو پر متحدینو د بریدونو د پلان او د ترهګرۍ د پراخېدا په هکله یې اندېښنې څرګندې کړې وې رد کړي او د القاعدې، داعش او ورته وسله والو ډلو پر وړاندې یې د اسلامي امارت مبارزه له هغه څه نه پورته بللې،چې اټکل یې شوی وه.

هغه زیاتوي:« له افغانستانه د ترهګرۍ پراخېدل یوه له هغو وېره څخه وه،چې د امریکا له وتلو سره تړلې وه؛خو داسې نه دي شوي. القاعده د پام وړ توګه کمه شوې او اوس مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېره کمزورې ده.  د داعش خراسان په تړاو، طالبان دوی خپل سرسخته دوښمنان ګڼي او پر وړاندې یې پرله پسې مرګوني بریدونه کړي او د دوی ګڼ مشران یې وژلي دي.»

زلمي خلیلزاد دغه راز د ترهګرۍ د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره په دې برخه کې نړۍ له اسلامي امارت سره ګډې همکارۍ ته رابللې او په دې برخه کې یې د عملي ګامونو په پورته کولو ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاتوي:« په ورته وخت کې موږ باید له طالبانو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې او جیوپولیټیکي منافعو  په برخه کې عملي چلن وکړو او د افغانانو د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړو.»

بلخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان هېواد کې د وسله والو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه او جدیت ستایي.

د امریکا دغه پخوانی چارواکی داسې مهال د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي امارت روانه مبارزه ستایي، چې تازه د امریکا پولېټیکو ورځپاڼې، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له خولې خبر ورکړی دی،چې اسلامي امارت هغه کس وژلی دی،چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د افغانستان په هوایي ډګر کې خونړی برید وکړ،چې په کې څه باندې ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳امریکايي سرتېري وژل شوي ول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist