Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په زابل ولایت کې ۱۸ نوې تاريخي سيمې ثبت شوي

په زابل ولایت کې ۱۸ نوې تاريخي سيمې ثبت شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/24

د زابل ولایت د  اطلاعاتو او کولتور رياست مسوولين وایي، توانېدلي د شاوخوا دوو کلونو په لړ کې د دغه ولایت په لرو پرتو سيمو کې ۱۸ نوي تاريخي سيمي ثبت کړي.

د یاد ریاست مشر رحمت الله حماد وايي، په دې سره د زابل د تاريخي سيمو شمېر ۲۸ ته ورسېد.

حماد زیاتوي، تازه ثبت شوي سيمي د هېواد له تېر شوي تاريخ سره مستقم تړاو لري، چې ساتنه او پالنه به یې نوي نسل ته د تېر په اړه د ذهنیت ورکونې ترڅنګ د سېلانيانو د ورتګ لپاره هم ګټورې وي.

هغه زیاته کړه:« زموږ په ریاست کې د فرهنګ او ګرځندوی امریت تر چتر لاندې د تاریخي ابداتو مدیریت لرو. مسلکي کسان مو لېږلي، ترڅو د زابل ولایت په مختلفو سیمو کې دوی د تاریخي ابداتو څېړنه وکړي او ثبت یې کړي. موږ تر دې دمه بریالي شوي یو،چې ۱۸ نوې تاریخي سیمې ثبت کړو. په زابل ولایت کې نورې تاریخي سیمې هم شته دي. نو موږ هڅه کوو،چې د زابل ولایت پر سطحه تاریخي سیمې ثبت کړي او مالومات یې راټول کړو.»

تاريخي سيمي د زابل په نوربهار، شملزو، شاجوی او خاک افغان ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

د زابل اوسېدونکي د تاريخي سیمو ساتنه مهم ګام بولي، خو ورته د دوامدارې پاملرني غوښتنه کوي.

د زابل یو تن اوسېډونکی احمد الله وايي:« موږ له دولته ډېر خوښ یو،چې تاریخي سیمې ثبت کړي او  غوښتنه مو ترې دا ده،چې له تاریخي اثارو او سیمو ساتنه وکړي.»  

د زابل یو بل اوسېدوکی جمعه خان بیا وايي:« دوی باید خپلې تاریخي سیمې وساتي. یو هېواد چې جوړېږي، هغه پر ګرځندوی باندې جوړېږي،له نورو سیمو ورته ګرځندویان راځي او له دې سره د سیمې او ولایت ارزښت لوړېږي.»

د زابل بالاحصار او دغه ولایت کې د حاجي مېرویس خان نېکه کلا هغه مهم تاريخي سیمي دي،چې د نه پاملرنۍ له امله یې ځيني برخي ويجاړي شوي دي، خود اطلاعاتو او کولتور رياست د مسوولينو په خبره د تاريخي سيمو د ساتني ترڅنګ د غصب د مخنيوي لپاره یې هم جدي تدابيري نيولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist