Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه یو ځل بیا د ناستې کوربتوب کوي

قطر راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه یو ځل بیا د ناستې کوربتوب کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/20

د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، راتلونکې میاشت به د ملګرو ملتونو سرمنشي پر مشرۍ قطر کې د افغانستان په تړاو ناسته جوړه شي.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د مې په لومړۍ نیټه به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دوحه کې د افغانستان لپاره د نړۍ د استازو ناستې کوربه وي. زه د دې نوښت هرکلی  او د څلورو اقداماتو وړاندیز کوم. لومړی دا چې د دوحې د تړون بشپړ تطیق باید د ګډ هدف په توګه ومنل شي. دویم افغانستان کې اوسنیو شرایطو ته  په کتو د دې د تطبیق لپاره یوې نقشې یا تګلارې ته اړتیا ده.»

خلیلزاد دې ناستې ته هېله من ښکاري،چې د افغانستان په اړه به په کې مهمې پرېکړې وشي.

نوموړي وړاندیز کړی دی،چې ګډ پلاوی دې اسلامي امارت سره خبرو لپاره وټاکل شي،تر څو پر هغه موضوعاتو مستقیمآ خبرې وشي،چې مهمې دي.

هغه زیاته کړې:«درېیم د تګلارې یا نقشې د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي او ځانګړي استازي د خبرو اتر پر مهال باید له طالبانو سره یوه ناسته ولري. څلورم سرمنشي باید یو شخصي استازی په دې موخه وټاکي،ترڅو د تګلارې په جوړولو کې له افغانانو او نورو نړیوالو سره کار وکړي.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیالې امینې محمد د امریکا په یو څېړنیز مرکز کې ویلي،چې قطر کې د یاد سازمان عمومي منشي پر مشرۍ افغانستان په اړه  ناسته کېږي،چې ټول اړخونه به په کې ګډون کوي.

امینې محمد ویلي،چې په دې ناسته کې به د حل لارو موندلو په اړه بحث او خبرې وشي.

هغې زیاته کړې:« راتلونکو دوو اونیو کې به د سیمې او نړۍ هېوادونو استازي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو عمومي منشي سره وګوري. د دې ناستې جوړولو موخه د یوې حل لارې موندل دي، د دغې ناستې له جوړیدا زموږ هېله د هغو لومړنیو لارو چارو موندل دي،چې موږ بېرته د طالبانو رسمیت پېژندنې ته برابر کړي،هغه که اصولي رسمیت پيژندنه وي یا شرطونو سره تړلې رسمیت پېژندنه.»

تمه ده،چې د قطر ناسته کې به د افغانستان اوسني وضعیت ترڅنګ د نړیوالو هغه اندېښنې او غوښتنې هم شریکې شي، چې نړۍ یې لري او په ګډه به د دې ستونزو د حل لپاره پر لارو چارو هم بحث وشي.

ومو غوښتل د  قطر ناستې په اړه د اسلامي امارت نظر هم له ځانه سره ولرو،خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist